اسلام آباد 23 مئي (اے پي پي) د نشه اي توكو مخنيوي وفاقي وزير نوابزاده شاه زېن بګټي سره د چين پلاوي د چېنګ ګوپنګ په مشرۍ كښې ليدلي۔ په دې موقع وفاقي وزير نوابزاده شاه زين بګټي ته ووئيل چې د پاکستان په لويديزه پوله د نشه اي توكو مخنيوي سره په بشپړه منطقه كښې امن راغلې دې ، په دې لړ كښې د چين لخوا مرسته خوشبينه ده۔ په دې موقع وفاقي وزير د كراچۍ په پېښه د چين پلاوي سره غمرازي كولو سره ووئيل پاكستان د دې ډول ترهګرۍ كاروائيو په ضد دې او د ترهګرۍ په هر صورت كښې غندنه كوي۔ وفاقي وزير پلاوي ته د چين د وګړو د هر ډول ممكنه تحفظ باور كولو سره ووئيل چې وزيراعظم شهباز شريف په خاص توګه د چين وګړو تحفظ لپاره خاص اقدامات كړې دي۔ په دې موقع د اړوند چارو پشمول د شريكې خوښې په چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه
مضمون کا ماخذ : گرم سے زیادہ گرم