کراچۍ 05 نومبر (اے پي پي) وزير مملکت فرخ حبيب وئيلي دي چې كله چې د نورو صوبو اولس ته ريليف وركولو لپاره په غنمو او په غله سبسډي وركوي٬ د پيپلز پارټۍ حكومت اولس د مافياز په رحم او کرم پرېښې دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې پهو رځ د سندھ ګورنر عمران اسماعيل او په سندھ اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر حليم عادل شېخ سره په ګورنر هاٶس كښې خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ فرخ حبيب ووئيل پيپلز پارټي په سندھ د تېرو 13 كالو راهسې حكومت كوي خو خپله ذمه واري نه اخلي او يواځې بهانې كوي٬ د پاکستان بيورو آف شماريات شمېرې ښودلو سره ده ووئيل کراچۍ كښې اوړو شل كلو په 1470 ٬ لاهور كښې په 1100 روپۍ خرڅېږي۔ ده ووئيل د پنجاب واكمنو په وخت په سبسډي بيعه غنم فلورملز ته وركول باوري كړي چې په سبب ئې هلته بيعه ټيټه شوېده۔ ده ووئيل وفاقي حکومت د سندھ واكمنو ته څو ځله ورياد كړې چې په سټورز كښې موجود 12 لكه ټنه غنمو ذخيره جاري كړۍ خو د سندھ واكدارانو په دې لړ كښې پرېكړې اعلان په 15م اكتوبر وكړه او د پنجاب واكمنو يوه نيمه مياشت وړاندې ريليز پېل كړې ٶ۔ ده ووئيل سندھ د وفاقي حكومت مشوره نه ده قبول كړې كوم چې سندھ او پنجاب كښې د غنمو او اوړو په بيعه كښې د فرق سبب دے۔ فرخ حبيب ووئيل د چينۍ هم دا حال دې٬ پنجاب كښې چيني په 90 روپۍ كلو او د ترلاسه شمېرو له مخې په كراچۍ كښې په 125 روپۍ كلو خرڅېږي۔ ده پوښتنه وكړه د سندھ واكمن چرته دي او په دې لړ كښې د دوي مداخلت څه شو۔ ده زياته كړه چې په سندھ كښې فعاله شوګرملز هم بند دي
کراچۍ كښې اوړو شل كلو په 1470 ٬ لاهور كښې په 1100 روپۍ دي٬ پيپلز پارټۍ اولس د مافياز په رحم او کرم پرېښې دي٬ فعاله شوګر ملز بند دي۔ وزير مملكت فرخ حبيب
مضمون کا ماخذ : نتیجہ میگا سینا