انشورنس پاليسي لرونكو ځپلو ته سمدستي او ويړيا انصاف وركولو ته ضرورت دے۔ صدر آصف علي زرداري


اسلام آباد 13 جون (اے پي پي) صدر آصف علي زرداري د انشورنس کمپنو بد انتظاميو په ضد د انشورنس پاليسي لرونكو ځپلو ته سمدستي او د ويړيا انصاف وركولو په ضرورت زور رواړولو سره وئيلي دي انشورنس محتسب دې خپله رسنه زياته كړي او د ګيلو سمدستي لرې كول دې باوري كړي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي انشورنس محتسب ممتاز علي شاه سره كړې چا چې د زيارت په ورځ دوي سره ايوان صدر كښې ملاقات كولو ۔ صدر مملکت ووئيل په انشورنس کيسز كښې به وګړو ته زيات مالياتي ريليف وركول وي۔ ده ووئيل د انشورنس کليمز تصفيه كښې متاثره پاليسي هولډرز ته د انصاف په وركړه كښې د انشورنس محتسب د كردار په اړه خبرتيا ته اړتيا ده۔ ده ووئيل انشورنس محتسب دې د شکايتونو ازالې له جديد ټيکنالوجي او د آئي سي ټي ټولز وكاروي۔ د دې نه وړاندې صدر مملکت په ايوان صدر كښې د سوګند پورته كولو دستوره كښې ممتاز علي شاه څخه د وفاقي انشورنس محتسب د چوكۍ سوګند واغست۔