اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف سره خپل د كشمیر او ګلګت بلتستان چارو صلاحكار قمر زمان كائره ملاقات وكړو۔د جمعي په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاری شوې بیان له مخې ملاقات كښې قمر الزمان كائره وزیرِ اعظم ته د كشمیر او ګلګت بلتستان چارو په حقله تفصیلی بریفنګ وركړو۔ ملاقات كښې د هېواد په موجوده سیاسی صورتحال هم تفصیلی خبرې اترې وشوې۔ ملاقات كښې قمر زمان كائره وزیراعظم په 5 اګست د یومِ استحصالِ كشمیر په موقع د هېواد دننه او بهر هېوادونو كښې په پاكستاني سفارتخانو كښې د كېدونكو دستورو په اړه خبر كړو۔
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا سانتا کیٹرینا