جنيوا 09 جنوري (اے پي پي) د ورلډ بېنك صدر ما??ټن ريزر وئيلي دي د كال 2022 سېلاب غېر معمولي پېښه وه٬ ما ئې پخپله مشاهده كړې٬ د پاكستان حكومت او ادارې د سېلا?? ځپليو بحالۍ له په وخت اقدامات كړي۔ د ګل په ورځ انټر نيشنل کنفرنس آن کلائميټ ريزيليئنټ او د پاکستان وړومبني پلېنري سېشن ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل نړيوال بېنك ٬ اېشين ډوېلپمنټ بېنك٬ اروپائي ائتلاف او ملګرو ملتونو س??ه په ګډه د سېلا?? ځپليو بحالۍ او بيا رغونې لپاره لائحه جوړه كړې شوې۔ ده ووئيل د حكومت او ادارو د سپ??ځلتيا د لارې به د بيا رغونې او بحالۍ سفر كاميابولو له مرسته كوٶ۔ ده ووئيل دا خبره خوشبيدنه ده چې د سېلاب نه پس په ځپلو صوبو او سيمو كښې د بيا رغونې او بحالۍ يو شمېر منصوبې پېل شوي او په دې د پاكستان د حكومت عزم د ستائنې وړ دے۔ ده ووئيل د نړيوال بېنك رپورټ له مخې ما??ولياتي بدلون څخه ځپليو هېوادونو كښې پاكستان سرفهرست دے او د اندازې له مخئ تر كال 2050 پاكستان كښې د ما??ولياتي بدلون له امله په مجموعي توګه د قامي پېداوار شل فيصده زيان كېدے شي چې ورس??ه په كليوالو سيمو كښې غربت لا زياتېدے شي، ده ووئېل د دې صورتحال لاره نيولو لپاره به د پاكستان د معيشت استحكام٬ تل پاتې نمو او پرمختګ لپاره نړيوال مالي معاونت ته اړتيا وي۔
د كال 2022 سېلاب غېر معمولي پېښه وه٬ ما ئې پخپله مشاهده كړې٬ د پاكستان حكومت او ادارې د سېلاب ځپليو بحالۍ له په وخت اقدامات كړي۔ د نړيوال بېنك صدر مارټن ريزر د جنيوا كنفرنس وړومبي سېشن ته وېنا
Perseus Quest APP game official website
مضمون کا ماخذ : ڈریگن اسپن