كراچي 20مارچ (اے پي پي)د پاكستان پيپلز پارټي چيئرمېن او خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د نړۍ تر ټولو لويې د 1200 كټونو د زړه د رنځونو روغتون د ذوالفقار علي بهټو انسټي ټيوټ آف كارډيوويسكولر ډيزيز(زيډ اے بي آئي سي وي ډي)د بنياد تيګه اېښودې ده چرته به چې علاج درملنه په بشپړه توګه وړيا وي٬ 10 منزله روغتون وداني په 7 برخو 2.4 ملين مربع فټ محيط ده ۔د جديد ترين ??لات لرونكې روغتون كښ?? به 16 واړه آپرېشن تهيټرز٬ 18 كاريك كيته ليبز٬ 2 اېم آر ائي ليبز او 4 سي ټي ليبز هم شامل وي۔د مېډيا سيل بلاول هاؤس لخوا جاري شوي بيان له مخې د روغتون د پرانستې دستورې ته د وېنا كولو په مهال د پاكستان پيپلز پارټي چيئرمېن بلاول بهټو زرداري وئېلي دي پاكستان د يو معاشي٬سياسي او آئيني بحران څخه ترېږي٬د دې حل لپاره به ټولو له په ګډه مثبت كردار ادا كول وي٬دروغ وئيونكو ٬كركه خپرونكې او د دړكو سياست كوونكو ته خواست دے چې هغوي غېر جمهوري رويه پرېدي او د هېواد په پرمختګ كښ?? برخه واخلي۔ده ووئيل د زړه وړيا علاج لپاره نوې روغتون جوړوو٬په ټوله نړۍ كښ?? به كوم داسې روغتون موجود نه وي چې په دې شمېره كښ?? د رنځورانو وړيا علاج وكړي۔ده ووئيل د ژوند او مرګ پريكړه د معاشي صورتحال په بنياد نه دي كول پكار۔ده ووئيل د اتلسم آئيني بدلون له مخې په كال 2015 كښ?? اېن آئي سي وي ډي كراچۍ ?? سندھ حكومت ته حواله كړې وه او اوس دا اداره د نړۍ تر ټولو لوي د زړه د رنځ وړيا روغتون جوړه شوې۔ده ووئيل اېن آئي سي وي ډي كراچۍ نه پس اېن آئي سي وي ډي سكهر تر ټولو لويې روغتون دے او حېدر آباد او لاړكانه سره سره ټنډو محمد خان٬، سیهون، نوابشاہ، مټھی او خېرپور كښ?? هم دې ادارې سره تړلې سټيټلائيټ سينټرز جوړ كړے شوي ۔په كراچۍ كښ?? 17 چيسټ پين يونټ كار كوي او داسې يونټس ګهوټكي٬ټنډوباګو، جیکب آباد، عمرکوټ، ټنډو الهیار، میرپور خاص او شکارپور كښ?? هم موجود دي۔ده ووئيل ?? سندھ اېن آئي سي وي ډي روغتون د هند او اروپا كوم هم روغتون سره مقابلې كولې شي ۔ده ووئيل دا مهال ګراني٬بې روزګاري او غربت په عروج دي ٬په دې حالاتو كښ?? ?? سندھ پشمول د ټول هېواد اولس لپاره دا يوه ډالۍ ده۔ده ووئيل د يو لك څخه زيات د نورو صوبو سره تعلق لرونكي رنځوران ?? سندھ حكومت د جوړو شوو روغتونونو څخه مستفيد شوي ۔ده ووئيل چې كوم د روغتيا علاج په پنجاب او خېبرپښتونخوا كښ?? كېږي هغه يوازې د پيسو لپاره كېږي٬په سندھ كښ?? د انسانيت خذمت لپاره وړيا علاج كېږي۔ده وفاقي وزير عبدالقادر پټيل ته ووئيل كه چرې وفاقي حكومت وغواړي نو اېن آئي سي وي ډي يو سيټ لائيټ سينټر په 6 مياشتو كښ?? دننه په اسلام آباد كښ?? هم جوړولې شي۔ده ووئيل په پنجاب او خېبرپښتونخو كښ?? د صحت كارډ په نامه يوه دهوكه روانه ده٬د اولس پيسه په روغتونونو لګېدو په ځاے نجي انشورنس كمپنو ته ترلاسه كېدله۔ده ووئيل دا سياسي جنګ په پارليمان يا په ټاكنو كښ?? پكار دے۔په دې موقع ?? سندھ وزيراعلٰی سيد مراد علي شاه٬وفاقي وزير عبدالقادر پټيل او د روغتيا صوبائي وزير ډاكټر عذر افضل پيچوهو نه علاوه صوبائي وزيران٬د اسمبلۍ غړي او نور لارښود هم موجود وو۔
بلاول بهټو كورنګي كښې د نړۍ تر ټولو لويې د 1200 كټونو د زړه رنځونو روغتون جوړولو د ېنياد تيګه كېښوده ٬پاكستان د معاشي٬سياسي او آئيني بحران څخه تېرېږي۔خارجه وزير بلاول بهټو زرداري
Carnival Party Fever APP Game Download
مضمون کا ماخذ : ڈریگن کی قسمت