اسلام آباد 08 اپريل (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي جوبلي لائف انشورنس کمپني ته پاليسي هولډر کونډې له د 12 لکهه روپو وركولو امر كړے ۔ صدر مملکت د كونډې په حق كښې پريكړه كولو سره انشورنس کمپنۍ ته سپارښتنه وكړه چې په 30 ورځو كښې دننه دا روپۍ وركړئ۔ صدر مملکت په خپله پريكړه كښې وئيلي دي انشورنس کمپني د پاليسي يونټ قيمت په توګه 12 لکهه روپو وركولو معامله نظر انداز کړې ۔ کمپنۍ كونډې له يواځې 45 لکهه روپۍ بيرته وركړي كومې چې د هغې خاوند ارواښاد له د پريميم په توګه کمپنۍ له وركول وو۔ صدر مملکت دا پريكړه د پاليسي هولډر کونډې عفت ناهيد لخوا د وفاقي انشورنس محتسب د حکم په ضد په دائر اپيل كړې ۔ وفاقي انشورنس محتسب په ښكاره ډول د شريكې تصفيې په بنياد د 45 لکهه روپو وركولو نه پس كيس بند كړے ؤ۔ صدر مملکت ووئيل وفاقي انشورنس محتسب د تصفيې په آړ كښې د بيرته وركړو 45 لکهه روپو اصل نوعيت نظر انداز کړے ۔ كونډې له يواځې د هغې د خاوند وركړې شوې روپۍ بيرته وركول د انصاف د اصولو په ضد او ناجائز ده ۔ صدر مملکت ووئيل د پاکستان آئين آرټيکل 3 ترمخه رياست د هر قسم استحصال خاتمه باوري كوي ، انشورنس آرډيننس انشورنس پاليسي هولډرز د ګټي تحفظ لپاره جاري کړے شوے۔ده ووئيل د وګړو ضروريات او معاشي مجبورو په وجه استحصال ختمول د رياست ذمه واري ده۔ صدر مملکت د كونډې په حق كښې پريكړه كولو سره انشورنس کمپنۍ ته سپارښتنه وكړه چې په 30 ورځو كښې دننه د ګيله كونكې 12 لکهه روپۍ بيرته وركړئ
صدر ډاكټر عارف علوي جوبلي لائف انشورنس کمپني ته پاليسي هولډر كونډې له د 12 لكهه روپو وركولو امر وكړو
مضمون کا ماخذ : جنگل کے راز