اسلام آباد۔20ستمبر(اے پی پی) د خارجه دفتر وياندې ممتاز زه??ا بلوچ وئيلي دي چې نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ په 78مه غونډه کښې ګډون لپاره نيويارک كښې دے ٬ نګران خارجه وزير جليل عباس جېلاني او خارجه سېكتر محمد سائرس سجاد قاضي هم د ده په پلاوي كښې شامل دے۔ د خارجه وز??رت وياندې د شورؤ په ورځ په خپل پرېس بريفنګ كښې ووئيل وزيراعظم تېره ورځ د ايران صدر سيد ابراهيم الرئيسي سره ملاقات وك??و او د نړيوال پرمختګ اقدام او د تلپاتي پرمختګ هدفونو په اړه يۍ په ليډرز ډائيلاګ د اعلی كچې غونډه كښې ګډوڼ وك??و۔ په سمټ ليډرز ډائيلاګ كښې وزيراعظم په خاص توګه پرمختګ كوؤنكو هېوادونو لپاره د تلپاتي پرمختګ هدفونو په ترلاسه كولو كښې په پېښو چېلنجونو رڼا واچوله۔ ده په موسمياتي انصاف زور راوړو په كوم كښې چې په موسمیاتی فنانس كښې هر كال 100 اربه ډالره څخه د زيات رقم وركولو لوظ پالل د دې نيمه برخه موسمياتي موافقت لپاره بېلول او د زيانونو لپاره د فنډز په فوري توګه پېل كول شامل دي۔ وياندې ووئيل خارجه وزير په نيويارك كښې په يو شمېر ګڼ اړخيزه پروګرامونو كښې ګډون وك??و په كومو كښی چې د منځني ختيز امن لپاره د وزيرانو د كچې غونډه او فلسطين لپاره د او آئي سي د شپږ كسيزه كمېټۍ غونډه هم شامل ده۔ په دې موقعه خارجه وزير د بېلاروس، کیوبا، مالټا، ناروے، هالېنډ، سعودی عربستان او متحدہ عرب امارات خارجه وزيرانو سره دوه اړخيزه ملاقاتونه وك??ه۔ ده په ایشیا سوسائټی كښې خطاب هم وك??و۔ وياندې ووئيل چې د او آئی سی کمېټۍ غونډه كښې خارجه وزير د فلسطين مسئلې حل لپاره د دوه رياستي حل سره اړوند د پاكستان د اصولي موقف پخلې وك??و۔ وياندې ووئيل په ایشیا سوسائټی كښې د خپل خطاب په مهال خارجه وزير د پاکستان پالېسۍ عزم تكرار كړو كوم چې په ګټوره همكارۍ ٬ نور سره په سولييز ډول پاتې كېدو ٬ دوه اړخيزه احترام او په شريك اقتصادي پرمختګ اډانه دے۔ ده د ګاونډي هېواد په حېث نورو سره پرامن پاتې كېدو لپاره د پاكستان وژن رامخې ته كړو په كوم كښې چې د ترهګرۍ مقابله كول ٬ په افغانستان كښې امن او استحكام او د پاكستان هند ترمينځه د پخواني شخړو او په خاص توګه د كشمير شخړې حل شامل دے۔
د ملګرو ملتونو غونډه كښې ګډون لپاره وزيراعظم سره خارجه وزير او خارجه سېكتر په پلاوي كښې شامل دي٬ خارجه دفتر
Virtual Football Cup Entertainment Platform Website
مضمون کا ماخذ : بہت سے نتائج