د مقبوضه كشمير په اولس روان ظلم او زياتي څخه نړۍ خبرولو له به په هره كچه كشميريانو وروڼو خويندو سره د يووالي څرګندونه كولې شي٬ شاهيره شاهد
Perseus Quest Official Entertainment Links
APP04-020224
ISLAMABAD: February 02 - Secretary Information Ms. Shahera Shahid addresses the Digital Photography and Painting Exhibition in connection of Kashmir Solidarity Day observes on 5th February organized by Department of Electronic Media and Publications at Information Services Academy. APP/SAK/MAF/ABB
اسلام آباد۔2 فروری(اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي سې??رټرې شاهیرہ شاهد وئيلي دي د مقبوضه كشمير په اولس روان ظلم او زياتي څخه نړۍ خبرولو له به په هره كچه كشميريانو وروڼو خويندو سره د يووالي څرګندونه كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې په انفارمېشن سروسز اکېډمی كښې د ډائرېکټورېټ آف الېکټرانک میډیا اېنډ پبلیکېشنز تر سې??ري لاندې د كشمير يووالي ورځ په اړه تابيا كړي ډیجیټل فو??و ګرافی اېنډ پېنټنګز نندارتون كښې وكړه۔ دستورې ته خپل خطاب كښې وفاقي سې??رترې ووئيل د 5 فروري ورځ اهميت څخه مونږ ټول خبر يؤ او مونږ له به دا ورځ په بشپړه ډول لمانځل وي دغسې چې نړۍ په كشميري اولس د هند لخوا د روان ظلم او زياتي څخه خبر كړې شي۔ دې ووئيل هند تل دا هڅه كړې چې د کشمیر خلق بې دخله كړې شي او هلته هندوانو ته د پاتې كېدو موقع وركړې شي دغسې چې كله ريفرنډم وي نو د دې مطلوبه نتيجه تر لاسه كړے شي۔ دې ووئيل مونږ له به په كشمير كښې د هندو آبادكارۍ په ضد بشپړ غږ پورته ??ول وي دغسې چې هند په خپلو ناوړه مقاصدو كښې كامياب نه شي۔ د كشمير يووالي ورځ دستورې ته خپل خطاب كښې ډائرېكټر جنرل ډائرېکټورېټ آف الېکټرانک میډیا اېنډ پبلیکېشنز ثمینه فرزین شېخ ووئيل تر كومې چې د كشمير مسئله حل شوې نه وي تر هغې به پاكستان د كشميري اولس اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي۔ دې ووئيل مونږ به په هره كچه او هر فورم د كشميري اولس حق له غږ پورته كوؤ۔ په دستوره كښې د ډائرېکټورېټ آف الېکټرانک میډیا اېنډ پبلیکېشنز لخوا د كشمير په اړه جوړ كړې شوې ملي نغمه او د آزاد كشمير كونسل لخوا جوړ كړے دستاوېزي فلم هم وښودلے شو۔ په دې موقع د س??ول ماشومانو كشميري اولس سره د يووالي څرګندونې له ملي نغمې وړاندې كړې او تقريرونه يۍ وكړل