اسلام آباد 09 مئي (اے پي پي) صدر آصف علي زرداري سره د ازبکستان خارجه وزير بختيار سيدوف ملاقات كړے ٬ په دې موقع صدر مملكت د دواړو هېوادونو يو بل ته لا نزدې كولو لپاره اولسي او د سېلګرۍ ??وا??طو ته د لا ودې وركولو په ضرورت زور رواړو۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې په دې موقع صدر مملکت آصف علي زرداري ووئيل ازبکستان سره تجارت، معيشت، كلتور او د سېلګرۍ په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته لا پراختيا وركولو ته اړتيا ده۔ د?? ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د پېړيو اړيكې په مشتركه مذهب٬ كلتور او تاريخ اډانه دي٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه دوه اړخيزه تجارتي او اقتصادي اړيكو كښې د زياتېدو صلاحيت موجود دے٬ د?? ووئېل پاكستان سيمه ايزو ??وا??طو ته د ودې وركولې عزم لري۔ صدر مملکت د ??اک??تان او ازبکستان ترمېنځه دوه اړخيزه تجارت لپاره بارډر ټرېډ٬ د ځائي كرنسۍ كارول٬ تجارتي اړيكې ښې كولو لپاره په دواړو هېوادونو كښې د بېنك خلاصولو تجويز هم وړاندې كړو۔ په دې موقع خارجه وزير بختيار سيدوف د دوه اړخيزه اړيكو په لا مستحكمولو٬ شراكت داري ښه كولو لپاره د تګلارې په جوړولو زور رواړولو سر?? ووئيل دوه اړخيزه تجارتي او اقتصادي مرستې زياتولو لپاره اېكشن پلان ته اړتيا ده او هيله لرو چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ټرانسپورټ راهدارۍ سره به دوه اړخيزه اړيكو كښې لا بهتري راشي۔ دغسې خارجه وزير د ازبك صدر لخوا صدر مملکت اصف علي زرداري لپاره د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔
ازبکستان سره په بېلا بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته لا پراختيا وركولو ته ضرورت دے۔ صدر آصف علي زرداري
Battlefield Royal Entertainment official website
مضمون کا ماخذ : گولڈ رش