??سل??م آباد۔27 دسمبر(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زدراري شهيدې بېنظير بھټو ته د هغې د شهادت په 17 مه كليزه په غوره ټكو كښې د عقيدت پې??زوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې د هغې شخصيت اميد ٬ استقامت ٬ جمهوريت او د انصاف اصولو سره ژور تړون لرلو۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا صدر مملكت په دې موقعه خپل پې??ام كښې ووئيل شهيده بي بي زمونږ ټولو لپاره د لارې مشال ؤ٬ هغې د يو داسې پاكستان خوب ليدلے ؤ چرته چې د مسلك ٬ مذهب ٬ رنګ او نسل فرق څخه پرته د ټولو وګړو د حقونو تحفظ وكړے شي او اولسي قوت ته سرلوړي ترلاسه وي۔ ده ووئيل بېنظير بھټو وئيلې وو چې” جمهوريت تر ټولو غوره انتقام دے”۔ ده ووئيل هغې يو داسې پاكستان غوښتلو چرته چې هر كوچني ته د زده كړو آس??ني ترلاسه وي٬ چرته ??ې مېرمنې د برابرۍ په بنياد مخ په وړاندې لاړې شي٬ چرته چې د انصاف حق هر چا ته ترلاسه وي۔ صدر مملكت ووئيل شهيدې بېنظير بھټو په ښكاره ټكو كښې وئيلې وو چې “د ناانصافۍ او ظلم په ضد جنګ زما جنګ دے”۔ دې مقصد لپاره هغې ټول عمر جنګ وكړو او د شهادت درناوې يۍ ترلاسه كړو۔ هغه نن هم د لكھونو خلقو په زړونو كښې ژوند كوي۔ ده ووئيل د شهيدې بي بي يقين ؤ چې يو انسان بنديوان كېدے شي خو نظريه نه۔ ده ووئيل د صد په حېث زه د شهيدې بي بي د سوليز ٬ ترقي پسند او جمهوري پاكستان وژن مخ په وړاندې بوتللو له د خپل عزم پخلے كوم۔ صدر مملكت ووئيل شهيدې بېنظير بھټو او زمونږ كورنۍ جمهوريت او پاكستان لپاره د خپلو ځانونو قرب??ني وركړه۔ ده ووئيل مونږ له به د يو قام په حېث هېواد چېلنجونو څخه بهر كولو له د بېنظير بھټو وژن څخه سبق ترلاسه كول وي۔ ده ووئيل د شهيدې بي بي ميراث ابدي دے ٬ د هغې همت مثال او وژن زمونږ لپاره د لارې مشال دے۔
شهيدې محترمې بينظير بھټو اميد ٬ استقامت ٬ جمهوريت او د انصاف اصولو سره ژور تړون لرلو ٬ د صدر مملكت آصف علي زرداري د شهيدې محترمې بينظير بھټو د شهادت ورځې په موقعه پيغام
T1 electronic honest betting entrance
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کے طریقے