اسلام آباد۔27دسمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق د پیپلز پارټي مشرې او پخوانۍ وزیراعظمې شهیدې محترمه بینظیر بھټو ته د عقیدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي هغې د جمهوریت بحالۍ لپاره د خپل ځان قرباني وركړې ۔ د محترمه بے نظیر بھټو 17 تلين په موقع خپل پیغام كښې ده ووئېل شهیده بینظیر بھټو به د جمهوریت نړيوالې علمبردارې په ت??ګه عمر له ياد ساتلې شي ، هغې د مسلمانې نړۍ د وړومبۍ مېرمنې وزیراعظمې او د مخالفې ډلې د وړومبۍ مېرمنې لارښودې اعزاز لرلو ۔ سردار ایاز صادق ووئېل شهیدې محترمه بینظیر بھټو پخپلو هلو ځلو مېرمنو ته د هېواد په سياست كښې د مثبت کردار ادا کولو حوصله وركړې،میثاق جمهوریت د میاں محمّد نواز شریف او شهيدې محترمه بینظیر بهټو د هڅو نتيجه ده ۔ ده ووئېل میثاق جمهوریت د 1973 آئین د خپل روح تر مخه بحالولو کښې مهم کردار ادا کړے ،د دغې تر مخه آئین كښې 18 م او 26 م آئیني بدلو??ون?? وكړے شول۔ د ده وېنا وه شهیدې محترمه بینظیر بھټو د جمهوریت بحالۍ او د آئین و پارلیمان بر لاسي له د قدر وړ خدمات تر سره كړي،هغې د وروستو پاتي طبقو په خاص ت??ګه د ماشومانو او مېرمنو په مؤثر ډول نمائندګي كړې۔دغسې سپیکر هېواد د بحرا??ون?? څخه ويستلو لپاره د شهیدې محترمه ?? مفاهمت په نقش قدم د تللو په ضرورت زور راوړو ۔
شهیدې محترمه بینظیر بھټو د جمهوریت بحالۍ لپاره د خپل ځان قرباني وركړې ،سپیکر سردار ایاز صادق
कैहू इंटीग्रिटी बेटिंग प्लेटफार्म
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نتائج