اسلام آباد 22 مارچ (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د هېواد خوشحالې لپاره د وړوكې كاروباري طبقې كردار ستائيلو سره وئيلي دي چې حكومت د تجارانو او كاروباري څانګې اسانيې لپاره هڅې كوي. ده دا خبرې د پېښور چېمبر آف سمال ټرېډرز او سمال انډسټري پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وكړې كوم چې صدر مملكت سره د ګل په ورځ په ايوان صدر كښې د محمد عدنان جليل په مشرې كښې ملاقات وكړو. صدر مملكت ووئيل چې حكومت د كورونا بحران په مهال كاروباري او كمزور طبقې لپاره د 1.2 كهرب روپې د تاريخي پېكج اعلان كړے او حكومت د تجارانو او كاروباري څانګې اسانيې لپاره هڅې كوي. ده ووئيل چې سمال ټرېډرز او انډسټرې د كاروباري چارو د لارې د هېواد په خوشحالې كښې مهم كردار ترسره كړے. صدر مملكت ووئيل چې د حكومت كاروبار دوست پالېسو په وجه په كاروبار كښې د اسانيې په اړه د هېواد په نړيواله درجه بندي كښې ځانګړې بهتري راغلې. په دې موقع پلاوي صدر مملكت د خپلو ستونزو نه خبر كړو او د كورونا بحران په مهال ئې كاروباري طبقې لپاره په ريليف وركولو د حكومت د اقداماتو ستائنه وكړه.
صدر مملكت ډاكټر عارف علوي سره د پېښور چېمبر آف سمال ټرېډرز او سمال انډسټري پلاوي ملاقات وكړو
مضمون کا ماخذ : لاٹری کھیلنے کا طریقہ