ملګري ملتونه 21 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف په مقبوضه کشمیر كښې د هند لخوا د بشري حقونو په خلاف ورزۍ د نړيوال ورورولۍ پام راګرځولو له خپل هڅې ګړندې كړې دي او د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د71مې غونډې په موقع ئې په نيويارك كښې نړيوالو مشرانو سره د ملاقاتونو لړۍ ته دوام وركړے۔ د تركيې اولس مشر رجب طيب اردوان او د جاپان وزیراعظم شېنزواېبے سره د نهې په ورځ د ملاقاتونه نه علاوه وزیراعظم نواز شریف د بان کي مون لخوا د ماسپښين په مېلمستيا كښې ګڼ شمېر نړيوالو مشرانو سره غېر رسمي ملاقاتونه هم كړي دي۔ وزيراعظم د عمومي اسبملۍ هال كښې د ملګرو ملتونو د عمومي بحث پرانستې غونډه كښې شريكو ځينې لارښودو سره هم ملاقاتونه كړي۔ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په 71مې عونډه كښې د اولس مشرانو٬ وزيراعظمانو پشمول كم او زيات د اعلٰې كچ 140 شخصيات ګډون كوي۔ خارجه سېكتر د بريفنګ په مهال خبريالانو ته ووئيل د وزیراعظم محمد نواز شریف د کشمیر مشن په بشپړه ډول مخ په وړاندې روان دے او مقبوضه سيمه كښې د صورتحال په اړه نړيوال نمائندګان پراخا خبرتيا لري چرته چې هندي ځواكونه د كشميري اولس د خپلواكۍ حق تحريك د غلې كولو هڅې كوي۔ د جاپان خپل همڅنګ سره د ملاقات په مهال وزيراعظم د مقبوضه كشمير مسئله رامخې كولو سره ھغه د هند د لاسه د كشميري اولس د ستونزو نه خبر كړو۔ د دوه اړخيزه اړيكو په اړه دواړو مشرانو تجارتي او اقتصادي اړيكې د لا مستحكم كولو په اړه هم خبرې وكړې۔ وزیراعظم د پاکستان په اقتصادي پرمختګ او هېواد كښې جاپان د سرمايۍ د زياتولو په امكان هم خبرې وكړې ۔ وزیراعظم نواز شریف د تركيې اولس مشر رجب طیب اردوان لخوا د کشمیري اولس په بشپړه مرسته مننه كولو سره ھغه د كشمير د تازه وضعې نه خبر كړو او په دې خبره ئې ټينګار وكړو چې ھغه په مقبوضه وادۍ كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ بندولو له په هند فشار واچوي۔ په دې موقع د دواړو اړخونو لخوا د دوه اړخيزه سرمايه كارۍ له په اقداماتو د اطمينان څرګندونه كولو سره تجارتي او د سرمايه كارۍ اړيكو ته د خپل رښتينې صلاحيت له مخې په وده وركولو اتفاق وكړې شو٬ په دې موقع د افغانستان‘ سوريې ‘ عراق او د مينځني ختيز په سيمه ايز صورتحال هم خبرې وشوې۔ وزیراعظم د نیوکلیئر سپلائر ګروپ غړيتوب لپاره د پاكستان په مرسته كولو د تركيې د حكومت مننه وكړه۔ وزيراعظم په دې موقع د اېران اولس مشر حسن روحاني٬ د چين وزيراعظم لي كي چيانګ او د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر سره هم ملاقاتونه كړي دي۔
د وزیراعظم محمد نواز شریف د “کشمیر مشن” په بشپړه ډول مخ په وړاندې روان دے
مضمون کا ماخذ : Raging Rhino