اسلام آباد۔2اکتوبر(اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ په درېو ضلعو كښې د پوليو وائرس په موجودګۍ اندېښنه ښكاره كولو سره وئيلي دي علماﺀ كرام ، استاذان او د مور او پلار پشمول ټول سټېک هولډرز دې د پوليو مخنيوي خبرتيا كمپائن كښې شامل كړے شي۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د ګل په ورځ د نګران وزيراعظم انوار الحق په مشرۍ كښې د پوليو مخنيوي لپاره د نېشنل ټاسک فورس غونډه وشوه۔ وزیراعظم غونډې ته خطاب كښې ووئيل د پولیو هېواد څخه بشپړه خاتمې له به د ټولنې هرې طبقې له په دې قامي فريضه كښی خپل كردار ترسره كول وي۔ ده هدايت وكړو چې علماﺀ كرام ، استاذان او د مور او پلار پشمول ټول سټېک هولډرز دې د پوليو مخنيوي خبرتيا كمپائن كښې شامل كړے شي۔ ده ووئيل دا منلے شوے حقيقت دے چې د علماﺀ كرامو پشمول د كعبې امام هم د پوليو مخ نيوي څاڅكې د ماشومانو محفوظ سباؤن لپاره ضروري ګرځولې دي۔ وزیرِاعظم د هېواد په درېو ضلعو كښې د پولیو وائرس په موجودګۍ اندېښنه ښكاره كولو سره هدايت وكړو چې په كومو ضلعو كښې د پوليو وائرس كېسونه رپورټ شوي دغلته دې د پوليو مخنيوي لپاره كمپائن وچلولے شي۔ غونډې ته ووئيل شول چې د كال 2022 شل كېسونو په مقابل كښې د روان كال په مهال تر دې دمه دوه كېسونه رپورټ شوي او د دې لوي سب په قامي كچه د پوليو مخنيوي خبرتيا كمپائن او په حكومتي كچه هڅې دي۔ وزیرِاعظم د روغتيا وزارت ، نېشنل ټاسک فورس، صوبائی حکومت و انتظامیه او د قانون نافذ كوؤنكو ادارو هڅې وستائلې۔ دغسې غونډه اعلی وزيرانو او چيف سېكرټريز په صوبو كښې د پوليو موجوده صورتحال په اړه خبر كړه۔ غونډې ته ووئيل شول چې د سندھ، پنجاب ٬ بلوچستان په شمول ګلګت بلتستان او آزاد جمو و کشمیر پوليو څخه پاك دے ٬ د روان كال په مهال خېبر پښتونخوا كښې تر دې دمه په بنو كښې دوه كېسونه رامخې ته شوي ۔ په غونډه كښې د روغتيا نګران وفاقي وزير ډاكټر ندیم جان، د نېشنل ټاسک فورس اعلی چارواكو ، د څلورو واړو صوبو نګران اعلی وزيرانو ، چیف سېکریټریز، د قانون نافذ کوؤنكو ادارو استازو او اړوندو چارواكو ګډون كولو
د نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ په درېو ضلعو كښې د پوليو وائرس كېسونو په رامخې ته كېدو د اندېښنې څرګندونه ٬ د پوليو مخنيوي خبرتيا كمپائن كښې د تمام سټېک هولډرز د شاملولو امر
مضمون کا ماخذ : loteria آن لائن confiável