پېنډی۔24نومبر (اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه سره افغانستان لپاره د فارن كامن وېلتھ اېنډ ډويلپمنټ آفس ډائرېكټر او افغانستان لپاره د پاكستان٬ ايران او برطانيه خصوصي استازي نائجل كېسي په جي اېچ كيو كښې ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې دشريكې خوښې په چارو او افغانستان كښې د روان پېشرفت په شمول د سيمې ايزې سلامتيا په صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د آئي اېس پي آر لمخې د پاك پوځ سرلښكر ووئيل پاكستان په نړيوالو او سيمه ايزو معاملو كښې د برطانيې كردار ته د قدر په سترګه ګوري او دوه اړخيزه اړيكې زياتولو كښې خوښي لري۔ هغه په افغانستان كښې د بشري بحران نه بچ كېدو او د افغان اولس معاشي پرمختګ لپاره پرله پسې ھڅې كولو له افغانستان لپاره د نړيوال اتحاد په حاجت زور راوړو۔ هغه يو وارې بيا دا خبره په ډاګه كړه چې په افغانستان كښې د امن مطلب په پاكستان كښې امن دے۔ قدرمند مېلمه بارډر مېنجمنټ لپاره د پاكستان د خصوصي هڅو او سيمه ايز استحكام او د افغان صورتحال كښې د پاكستان د كردار ستائنه وكړه او پاكستان سره ئې په هره كچه مرسته لا پياوړې كولو له د خپل عزم څرګندونه وكړه۔
د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه سره افغانستان لپاره د فارن كامن وېلتھ اېنډ ډويلپمنټ آفس ډائرېكټر او افغانستان لپاره د پاكستان٬ ايران او برطانيه خصوصي استازي نائجل كېسي ملاقات
مضمون کا ماخذ : como jogar na loteria