اسلام آباد 03 اګست (اے پي پي) د هند واكمن هندو قام پرست ګوند بي جے پي لخوا د هند په غېر قانوني تسلط كښې د جمو و كشمير معيشت د پرله پسې لاك ډاون٬ كرفيو٬ انټرنېټ بندېدو او د سختو بنديزونو له امله فشار او غېر يقيني صورتحال سره مخ دے٬ د نريندر مودي په مشرۍ كښې حكومت د آرټيکل 370 او 35A منسوخ كولو نه پس يو شمېر غېر قانوني اقدامات كړي چې پكښې د آبادۍ تناسب بدلول او د كشمير معيشت تباه كړے كېږي دغسې چې كشميريان د خپلواكۍ حق د مطالبې نه وروستو كېدو باندې مجبور كړے شي٬ د مرکز په انتظام كښې د دوه جلا جلا سيمو د وېش په وخت بي جے پي دا ادعا كړې وه چې د كشمير خاص حېثيت ختمول او دا نيغ په نېغه نوې ډلي څخه د كنټرول كولو په نتيجه كښې به منطقه ښه پرمختګ وكړي او معيشت به وده ومومي خو د دې غېر قانوني اقدام د دريو كالو تېرېدو نه پس د کشمير معيشت تباه كړے شوے۔ د سياسي او اقتصادي تجزيه نګارو وېنا ده د تېرو دريو كالو په مهال د كشمير صورتحال ډېر خراب شوے ٬ ځكه چې د پنځم اګست كال 2019 پرېكړو په معيشت ډېر منفي اثرات مرتب شوي او د صنعت كارو او سوداګرو متاثره كولو نه علاوه په رياست كښې بې روزګاري لا زياته شوې ۔ د “مني کنټرول، آن لائن بزنس اخبار” رپورټ له مخئ سږ كال هم امرناتھ ياترا ته د سهولت وركولو په بهانه په سري نګر هائي وے بندېز لګولے شوے چې په سبب ئې د مېوو منډيانو ته په رسولو كښې ستونزې رامخئ ته شوي ٬ د دې نه علاوه سېلګرۍ ته هم زيات زيان رسېدلے۔ په “سائنس ډائريکټ” د خپرې شوې تحقيقي مطالعې له مخې د سېلګرۍ څانګې سره تعلق لرونكې خلق پخپل ذريعه معاش بدلولو مجبور شوي٬ د اګست كال 2019 راهسې د رياست نړۍ سره د رابطې منقطع كېدو په سبب د دستكارۍ صنعت هم ستونزو سره مخ دے۔ “دي اسټيټس مېن” رپورټ له مخې د تېرو كلونو د مجموعي زيانونو په نتيجه كښې په سرمايه كارو او د ځائي كاروباري ادارو په ماليات غېر معمولي فشار راغلے۔ “دي اکنامک ټائمز” وئېلې دي د انټرنېټ د پرله پسې بندېدو٬ په ټېلي مواصلات بندېزونه او په كرفيو كښې د ملازمانو سره سره كوچنۍ او د مېنځنۍ درجې كاروباري ادارې هم ځپلې شوي۔ د “کشمير انسټي ټيوټ آف انټرنيشنل افيئرز” خپل رپورټ كښې وئيلي دي د هندي آئين د آرټيکل 370 منسوخۍ او د پنځم اګست كال 2019 نورو اقداماتو معيشت تباه كړے او د دې نه علاوه معلومات ته رسنه٬ تګ راتګ او د رابطو حق په بشپړه توګه متاثره شوے ، اوس وخت راغلے چې نړيواله ورورولي مداخلت وكړي او د كشمير كشالې حل لپاره امن او سلامتيا له په دوه وركولو كښې مرسته وكړي چې ورسره ټوله منطقه په خاص توګه كشمير معاشي پرمختګ كولے شي
د هند په غېر قانوني تسلط كښې جمو و كشمير كښې معيشت د رياستي ترهګرۍ له امله كساد بازارۍ سره مخ دے
مضمون کا ماخذ : بفیلو بلٹز