اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله وئېلي دي وزيراعظم محمد شهباز شريف د سيف سټي پروژې لپاره د 40 ملين روپو جاري كولو هدايت كړے ٬ دې څخه به په وفاقي پايه تخت كښې 400 كيمرې ولګولې شي٬د اسلام آباد آئي جي څخه د وفاقي پايه تخت د 100 فيصده سيمو كورېج لپاره فزيبلټي رپورټ هم غوښتلے شوے ٬د عام كس په ژوند كښې بهتري راوستل د وزيراعظم وړومبې ترجيح ده٬ تېر حكومت كونډو او يتيمانانو ته پام نه دے كړے٬د وزيراعظم محمد شهباز شريف په هدايات د پوليس شهيدانو او د وظيفې ترسره كولو په مهال د وژبل شوو كورنيو ته يو ارب 22 كروړه روپۍ ادا كړې شوي٬ ګرين او د بليو لائن ميټرو بس څخه به د وفاقي پايه تخت وګړي او كلي والې آبادي استفاده ترلاسه وكړي٬د لويې اختر نه پس به وزيراعظم محمد شهباز شريف د 30 اربه روپو په لګښت د كرال نه تر روات سګنل فري ايكسپرېس وے بنياد تيګه اېږدي۔هغه د زيارت په ورځ د ګرين او بليو لائن ميټرو بس سروس پرانستې دستورې ته وېنا كوله۔د دستورې خاص مېلمه وزيراعظم محمد شهباز شريف ؤ ۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيره مريم اورنګزېب٬د وزيراعظم صلاحكار احد چيمه٬د سي ډي اے چيئرمېن عامر علي٬د پنجاب اعلٰی وزير د سياسي چارو صلاحكار ملك ابرار احمد پشمول نورو په دستوره كښې ګډون كولو۔وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله ووئيل وزيراعظم محمد شهباز شريف نن د يو عام كس آسانۍ لپاره د عزت او معيارۍ ټرانسپورټ سروس شروع كوي٬ ده ووئېل نن د حكومت 100 ورځې لا پوره شوې نه دي خو د وزيراعظم او د ده د ډلې طريقه دا ده چې عام كس ته خاص اهميت وركړے كېږي٬نن چې كوم سهولت وركړے كېږي دا د اسلام آباد وګړو او كلي والې آبادۍ كومه چې تقريبا 4 ملين ته نزدې ده د پېټروليم مصنوعات بيعې زياتېدو په سبب د مالي فشكار ښكار دي هغوي لپاره آساني ده ۔ده ووئيل د عام كس په ژوند كښې ښه والے راوستل د وزيراعظم تل ترجيح پاتي شوې۔ده وئيل وزيراعظم به د اختر نه پس سمدستي د 13 اربه روپو په لګښت د كرال نه تر روات سګنل فري ايكسپرېس وے پروژې د بنياد تيګه اېږدي۔ده ووئيل د 30 اربه روپو پروژو تعلق نيغ په نيغه عام وګړي سره دے۔ده وزيراعظم محمد شهباز شريف ته باور وركړو چې د كورنيو چارو وزارت ټولې منصوبې به په وخت بشپړې كړي شي
وزيراعظم د سيف سټي پروجېكټ لپاره د 40 ملين روپو جاري كولو هدايت كړے ٬د لويې اختر نه پس به د كرال نه تر روات د سګنل فري ايكسپرېس وے پروژې د بنياد تيګه اېښودلې شي۔د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله
مضمون کا ماخذ : جڑواں اسپن