وزيراعظم محمد شهباز شريف د شهزاده منصور بن سعود بن عبدالعزيز د مور په مړينه د شاهي كورنۍ سره د غمرازۍ څرګندونه وكړه


اسلام آباد 28 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د شهزاده منصور بن سعود بن عبدالعزيز د مور په مړينه د غم دړد څرګندونه كولو سره د سعودي شاهي كورنۍ سره د غمرازۍ څرګندونه كړې۔د جمعې په ورځ په سوشل مېډيا ايكس خپل پوسټ كښې ده ووئيل د شهزاده منصور بن سعود بن عبدالعزيز د مور د مرګ په خبر اورېدو ډېر خفه شوے يم۔د حرمين شريفين نګران شاه سلمان بن عبدالعزيز آل سعود٬ولي عهد او وزيراعظم محمد بن سلمان٬شهزاده منصور بن سعود بن عبدالعزيز او شاهي كورنۍ سره د زړه نه غمرازي كوو۔دغسې ده د ارواښادې بخښنې لپاره دعا هم وكړه۔