اسلام آباد۔11اګست(اے پی پی) د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي د پاكستان آئين د اقليتونو د حقونو ضمانت وركوي٬ د قانون سازۍ په عمل كښې د اقليتي ورورولۍ د نمائندګانو هڅې د ستائنې وړ دي۔ د سېنېټ سېكرټرېټ ميډيا ډائرېكټورېټ لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې د اقليتونو قامي ورځې په موقعه د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني په خپل پېغام كښې ووئيل اقلیتی برادری د پاكستان په پرمختګ او سوكالۍ كښې مهم كردار ترسره كوي٬ د پاكستان آئين د اقليتونو د حقونو ضمانت وركوي٬ په پارليمان كښې هم اقلیتی برادری مناسب نمائندګی لري۔ ده ووئيل د قانون سازۍ په عمل كښې د اقليتي ورورولۍ د نمائندګانو هڅې د ستائنې وړ دي۔ ده ووئيل د بېن المذاهب همغږ ۍ د لارې په هېواد كښې امن ٬ استحكام ٬ يو والې او په سولييز ډول يو بل سره پاتې كېدل باوري كېدې شي۔ ده ووئيل د قائد اعظم محمد علي جناح اقليتونو ته خصوصي اهميت وركړو۔ ده ووئيل اقلیتی ورورولۍ ته حقونه وركولو له په سېنېټ كښې فعاله قانون سازي شوې ده په كومه كښې چې اقليتي ورورولۍ سره تعلق لرونكو غړو زيات مهم كردار ترسره كړے دے۔
د قانون سازۍ په عمل كښې د اقليتي ورورولۍ د نمائندګانو هڅې د ستائنې وړ دي: د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني
مضمون کا ماخذ : میگا سینا اکمولاڈا