اسلام آباد 22 جون (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزيرې شېري رحمان وئيلي دي ټولو ګوندونوله به په ګډه د معيشت٬ماحوليات او د اوبو مسائل حل لټول وي٬ د پاكستان د موجوده مسئلو ذمه وار تېر واكمن دي٬ چا چې آئي اېم اېف سره لوظنامې كړي او بيا ئې سرغړونه كړې٬ اوسنے حكومت پاكستان د معاشي ستونزو نه بهر كولو لپاره سختې پرېكړې كوي، كله چې په پاكستان سخت وخت راغلے يا پاكستان په معاشي اعتبار سره ستونزو سره مخ شوے نو ھغه وخت پاکستان پيپلز پارټۍ ته اقتدار ترلاسه شوے او مونږ هېواد د ستونزو نه بهر كړے ٬ دې ووئېل تېرو واكمنو د پاكستان د تاريخ تر ټولو زيات قرض اخستے ٬ كه اتحاديانو اقتدار نه ؤ سنبهال كړے نو پاكستان به د سري لنكا غوندې ډيفالټ شوے ؤ ۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې د نكات په ضد وفاقي وزېرې ووئيل مونږ د اپوزيشن عزت كوٶ٬ د پي ټي آئي خبرې مونږ د سېنېټ پشمول هر ځائ اوروو٬ مونږ ته چې كوم حالات په ورثه كښې پاتي دي ھغه د تېرو واكمنو له امله دي چا چې تر څلورو كالو راج كولو۔ دې ووئيل قام ته دې ووئيلے شي چې هېواد د ستونزو سره د مخ كولو نه بس د بجټ په سخت وخت كښې د اقتدار نه څوك تخښتېدلي ٬ د ھغوي د تقسيم او انا سياست بام ته رسېدلے ۔ دې ووئيل مونږ به تورونه نه لګوٶ د دې نتيجې ټولو ليدلي دي۔ دې ووئيل ټولو ګوندونوله به په ګډه د معيشت٬ماحوليات او د اوبو د مسئلو حل لټول وي٬ دې ووئېل د پاكستان د موجوده مسئلو ذمه وار تېر واكمن دي٬ چا چې آئي اېم اېف سره د لوظنامې نه بيا سرغړونه كړې٬ اوسنے حكومت پاكستان د معاشي ستونزو نه بهر كولو لپاره سختې پرېكړې كوي۔ وفاقي وزيرې ووئيل تېرو واكمنو د پاكستان د تاريخ تر ټولو زيات قرض اخستے٬ كه اتحاديانو اقتدار نه ؤ سنبهال كړے نو پاكستان به د سري لنكا غوندې ډيفالټ شوے ؤ ۔ دې ووئيل په راتلونكو ورځو كښې په ماحوليات، اوبو او په قامي سلامتيا ټول به ټولو له په ګډھ مخ په وړاندې تلل دي۔ دې ووئيل مونږ له به د بجټ نه پس لويو مسئلو ته پام ګرځول وي٬ زمونږ څومره اوبه چې سړي سر استعمالېږي يا ضائع كېږي په دې كښې مونږ په څلورو لويو هېوادونو كښې شمېرلے كېږو٬ دې ووئېل د هېواد اتيا فيصده اوبه په كر كېله استعمالېږي٬ دا ضائع كېدو نه بچ كولو لپاره به د تل پاتې اقدامات لټوول وي۔ شېري رحمان ووئيل د زرعي بحران څخه بچ كېدو لپاره د اوبو په معامله دې څلور واوړه صوبې په ګډه كېښني٬ اولس ته خوراكي توكې او روزګار وركولو لپاره به په ګډه ھڅې كول وي
ټولو ګوندونو له به په ګډه د معيشت٬ماحوليات او د اوبو مسائل حل لټول وي۔ وفاقي وزيره شېري رحمان
مضمون کا ماخذ : را کی کتاب