اسلام آباد 07 جولائی (اے پی پی(د مذهبي چارو وفاقي وزير سېنېټر طلحه محمود په سويډن كښې د قرآن پاك د بې حرمتۍ پېښې په سختو ټكو كښې غندنه كولو سره وئېلي دي چې ټولې پاكستانې اولس د اسلام او قرآن حكيم په مينه ځا?? قربانوي ٬ يو مسلمان هم د قرآن پاك ګستاخي په هېڅ صورت كښې زغملې نه شي ٬ د لوے څښتن آخري كتاب قرآن حكيم تر قيامت راتلونكو انسانانو لپاره د هدايت ذريعه ده٬په سفارتي كچه به مونږ له د د??سې پېښو مخ نيوي لپاره موثر اقدامات كول وي۔د جمعې په ورځ د غمرازۍ په بيان كښې د مذهبي چارو وفاقي وزير ووئيل چې په سويډن كښې د قرآن پاك بې حرمتي د غندنې وړ ده٬ دې پیښې د اربونو مسلمانانو جذبات مجروح كړي۔ ده ووئيل چې قرآن پاك زمونږ مقدس كتاب او د ژوند بشپړه دستور دے٬ قرآن پاك د نورو مذهبونو لپاره هم د لارې مشال دے٬د قرآن پاك ګستاخي په هېڅ صورت كښې قبلولې نه شؤ۔ ده ووئيل چې مونږ د ټولو مذهبونو احترام كوو٬د رائے په آزادۍ باو لرؤ خو د??سې د يو مذهب مقدساتو توهين بيخي نه شؤ برداشت كولې۔وفاقي وزير ووئيل چې د وزيراعظم شهباز شريف په وينا نن په ټول هېواد كښې پرامن احتجاج كېږي٬پاكستانې قوم د اسلام او قرآن پاك سره په مينه ځا?? قربانوي۔ ده ووئيل چې د جے يو آئي غړو ته خواست دې چې هغوي په پرامن احتجاج كښې بشپړه برخه واخلي٬پرامن احتجاج سره به دا مسئله په نړيواله كچه رامخې ته كړې شي??ده خواست وكړو چې د احتجاج په مهال دې د خلكو ځا?? ٬ ??ال او قامي املاك ته زيان ونه رسولې شي٬ مونږ له به په سفارتي كچه هم د د??سې اقداماتو مخ نيوي لپاره موثر اقدامات كول وي۔ده غوښتنه وكړه چې او آئي سي او نور فورمونه دې په دې معامله فعاله كردار ولوبوي۔
وفاقي وزير طلحه محمود په سويډن كښې د قرآن پاك د بې حرمتۍ ناوړې پېښه وغندله
Bakery Bonanza Online Entertainment Entrance
مضمون کا ماخذ : شمال کے ڈریگن