اسلام آباد 02 اګست (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف وئېلي دي چې د قامي سلامتيا چارو په اړه خبره دې ذمه وارۍ او احتياط سره وكړې شي٬ پاكستان مونږ لپاره تر ټولو مقدم دې۔د شورو په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه كښې د شمالي وزيرستان قامي اسمبلۍ غړي علي وزير د اعتراض په نكته سپيكر ووئيل چې په هېواد كښې امن په ځايې كولو او د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره امنيتي ځواكونه د خپلو ځانونو ??ربانۍ وركوي٬مونږ له د هغوي بشپړه ملاتړ پكار دې۔ ده ووئيل چې د قامي سلامتيا چارو په اړه دې خبره ذمه وارۍ او احتياط سره وكړې شي او په دې معاملاتو بايد سياسي پوائنټ سكورنګ ونكړے شي۔ سپيكر ووئيل چې تر ټولو زيات مقدم پاكستان دې٬دا ايوان د پاكستان په ضد د خبرې كولو فورم نه دې۔د دې څخه وړاندې علي وزير د اعتراض په نكته ووئيل چې موجوده حكومت مونږ ته د ستونزو حل كولو باور راكړی وو٬مونږ د كوم شرط نه بغېر د حكومت ملګرتيا كړې٬ماته په ايوان كښې د خبرې كولو موقع نه راكولې كېږي۔ده ووئيل چې كله په اف??ان??تان كښې د طالبانو حكومت جوړ شو نو ??ه دې ايوان كښې وئېلي شوي چې اف??ان??نو د غلامۍ زنځيرونه مات كړل۔اوس د اف??ان??تان څخه د ترهه ګرۍ خبرې كېږي۔ده ووئيل چې په باجوړ كښې د ځانمرګي بريد خبرې اترې د اف??ان??تان سره تړلې كېږي٬په دې اړه د عملياتو په ځاې په اف??ان??تان كښې برسراقتدار حكومت سره خبره وكړی شي
د قامي سلامتيا چارو په اړه خبره بايد ذمه وارۍ او احتياط سره وكړې شي۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر
Dragon Legend Online Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی موبائل ایپ