بيجنګ 14 مئي (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د چائنه تھري ګارجز کارپورېشن (سي ټي جي) ايګزيکټو نائب صدر او چائنا تھري ګارجز انټرنيشنل لميټډ (سي ټي جي آئي) چيئرمېن وو شينګ ليانګ په بيجنګ كښې ليدلي۔ په ملاقات كښې نائب وزيراعظم د پاكستان حکومت په اصلاحاتي اېجنډا رڼا اچولو سره نېغ په نېغه غېر ملكي سرمايه كار په خاص توګه د انفراسټركچر ودې او د تجديد وړ توان په څانګو كښې د موقعو يوه جائزه وړاندې كړه۔ د خارجه دفتر وياندې له مخې نائب وزيراعظم د کروټ او جھمپير پشمول پاكستان كښې د چائنه تھري ګارجز کارپوريشن د تجديد وړ توان د منصوبو ستائنه وكړه۔ ده ووئيل د تجديد وړ توان پاکستان كښې د نوي حكومت په ترجيحي څانګو كښې شامل دے۔ د چائنه تھري ګارجز کارپوريشن نائب صدر پاکستان سره د خپلې ادارې د پرله پسې تړون پخلے وكړو او په آزاد جمو و کشمير كښې د کوهاله او محل هائيډرو پاور پراجيکټس غوندې د منصوبو بشپړول لا تندولو لپاره ئې د خپل عزم څرګندونه وكړه
نائب وزيراعظم اسحاق ډار سره د چائنه تهري ګارجز کارپوريشن ايګزيکټو نائب صدر او د چائنا تھري ګارجز انټرنيشنل لميټډ چيئرمېن وو شينګ ليانګ وليدل
مضمون کا ماخذ : estratégias para lotomania