اسلام آباد 10نومبر (اے پي پي) نګر??ں وزیراعظم انوار الحق کاکړ د پاکستان او ازبکستان ترمينځه بيلو څانكو كښې مرستې او رابطو ته ودي وركولو له د عزم څرګندوني سره وئيلي چې ?? دواړو هېوادونو ترمينځه تجارتی حجم به تر يو ارب ډالره رسولې شي، ازبك صدر د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمينځه ریل رابطو كښې خوښي لري،?? دواړو هېوادونو د اولس ښه سباؤن وي??م،??ونږ تاريخي اړيكي لرو، پاکستان او ازبکستان ترمينځه نيغ په نيغه د ريل ، فضائی او سړكونو د لارې رابطو سره به دواړه هېوادونه يو بل ته رانزدې شي او دې سره به اړيكي لا قوي شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د اقتصادی مرستې تنظیم (ای سی او) مشرانو غوندې په موقع د ازبك سرکاری ټی وی ”ازبکستان 24” سره مركه كښې كړي۔ وزیراعظم وئويل مونږ ازبکستان د سيمي په اړه مهم هېواد ګڼو او په خاص توګه مونږ د ازبکستان صدر مرزیوف په مشرۍ كښې معاشی او ستراتيجكي رابطو سلسله كښې نوي مراعات او اقدامات وينو كوم به چې د تجارت لپاره نوې لاري پرانستلو كښې مرستياله وګرځي او دا مونږ د پاكستان لپاره د ډاډ وړ ګڼو،د ازبك صدر د واضح وژن سره مستقل مزاج هم دې ، نیویارك، بیجنګ پشمول په نورو ځايونو هغه سره ملاقات شوې،هغه خپل وژن كوټلي پروژو كښې شاملول غواړي،هغه په دې اړه خپل نائب وزیراعظم فوکل پرسن مقرر کړې،مونږ خپل د تجارت وزير ته ذمه واري سپارلي چې د ازبك فوکل پرسن سره په باقاعدګۍ سره ملاقاتونه وكړي۔ده ووئيل دواړه هېوادونو له نوي څانګو كښې د يو بل مرستي ته اړتيا ده،د دې ورکنګ ګروپس د لارې به دغه څانګو ته پام لرنه كولې شي، فارماسیوټیکل پشمول بيلو څانګو كښې د پاكستان پيداوار زيات دے،د ازبکستان او سيمي نورو هېوادونه په دې صنعتونو كښې لوئ منډۍ لري، ازبکستان د نورو سيمو لپاره برآمدی راهدارۍ په توګه استعماليدې شي۔ده ووئيل مونږ بيلو څانګو ته خاص پام لرنه كوو،مونږ د تجارت وزارت او د ازبکستان اړوند چارواكي د تفصیلات جاج اخلي او موقعو لټولو ته پام لرنه كوي،زه باور لرم چې دا تفصیلات به ?? دواړه هېوادونو په ګټه وي،?? دواړه هېوادونو ترمينځه تجارتی حجم به تر يو ارب ډالره رسولې شي۔ده ووئيل د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمينځه د ریل رابطو كښې د ازبکستان صدر خاص خوښي لري۔ده ووئيل ازبك لارښود د نوې باور سره مخ په وړاندې روان دي او هغوي مينځني اسياﺀ كښې د خپل قام قسمت لټوي،هغوي مينځني اسياﺀ ، سوئيلي اسياﺀ ، کاکسز، روس، چین او سيمي څخه بهر اروپا او امريكا سره اړيكو ته ودي وركولو د لاري په سيمه كښې ازبکستان لپاره د مرکزی حیثیت ترلاسه كولو خوښي لري د كوم چې هغوي په صحیح معنو كښې حقدار دي او مونږ هم د دې عکس ګورو، دې سره به معاشی رابطو ته وده ترلاسه شي كوم چې د سيمي د اولس په ګټه دې۔ وزیراعظم ووئيل دا زما د ازبکستان وړومبۍ دوره ده څه ډول چې دلته بنیادی ډھانچې له پرمختګ وركړې شوي هغه د ډاډ وړ دې او په خاص توګه تاشقند كښې جدید بنیادی ډھانچه په زړه پوري مثال لري دې څخه معلوميږي چې د حکومت ترجیحات په سم پلو دي۔ده وئويل ?? دواړو هېوادونو د اولس ښه سباؤن وي??م،??ونږ خپلو كښې تاریخی اړيكي لرو ، تاریخی اعتبار سره د سيمي وګړي اسياﺀ كښې آباد شوي۔ ده ووئيل مونږ نور هم رانزدې كېږة ، صنعتی، معاشی او كلتوري اړيكو ته به وده ترلاسه شي۔ده ووئيل حضرت امام بخاری په شان شخصیات دلته مزار دې،هغه نه يواځې د ازبکستان بلکه ټولي اسلامی نړۍ او په خاص توګه پاکستان كښې يو لوړ مقام لري، ازبکستان كښې د دانشورو او فلاسفرانو شخصیات تاثر ترلاسه كېږي۔ده ووئيل ?? دواړو هېوادونو ترمينځه نورو رابطو سره به اړيكو ته وده ترلاسه شي،نيغ په نيغه فضائی او سړكونو د لارې رابطو سره به هېوادونو لا نزدې كيدو موقع ترلاسه شي۔
پاکستان او ازبکستان ترمينځه تجارتی حجم به تر يو ارب ډالره رسولې شي ۔ نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ د ای سی او مشرانو غوندې په موقع ”ازبکستان 24” سره مركه
Royal cruise entertainment platform entrance
مضمون کا ماخذ : bolão lotofácil