ډیرہ اسماعیل خان ۔13دسمبر (اے پی پی)نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ وئېلې دي د پاکستان رياست د ترهه ګرۍ په ضد جنګ ګټلے دے ، علماء حق د ریاست او امن سره ولاړ دي ، د ترهه ګرو د بريدونو به لا په سختۍ سره ځواب وركوو ، ترهه ګر چ?? كومه هم حربه استعمال کړي کامیاب به نشي ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د ډیرہ اسماعیل خان په ترهه ګرۍ بريد كښې د ژوبل شوو كسانو د عیادت نه پس وكړه۔ ده ووئېل د هېواد د تحفظ لپاره د ژوبل شوو ځوانانو حوصلې لوړې دي ، ز?? هغوي له حوصله وركولو لپاره راغلے ووم ٬ خو دغه ځوانانو ما له حوصله راكړې او دا ځوانان د ژوبل كېدو باوجود د دښمن د مقابل?? كولو عزم لري ۔ ده ووئېل بريد كوونكو له خبردارے وركوم چې هغوي دا دنګ بېللے دے، د پاکستان رياست دا جنګ ګټلے دے، هغوي بېللے او مونږ ګټلے شوے جنګ كوو۔ ده ووئېل د خپلې خاو??ې حفاظت کوونكې شهيدان او ژوبل شوي به د ﷲ په وړاندې غوره وي ، په دې ګټلې شوي جنګ كښې چې چا قربانۍ وركړي هغوي به کامران او جنت كښې په راحت كښې وي او خوارج به په دنیا او آخرت كښې رسوا كېږي ، دغه د دوزخ د لاندې درجې خلق دي۔ وزیراعظم ووئېل علماء حق د ریاست او امن سره ولاړ دي، ترهه ګر مونږ د مرګ څخ?? يرولے نشي ، د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې په زرګونو پاکستانیانو د خپلو ځانونو قربانۍ وركړي او مونږ د نورو قربانیو لپاره هم چمتو ولاړ يو۔ ده ووئېل ترهه ګر چ?? كومه هم حربه استعمال کړي کامیاب به نشي۔ په دې موقع ده د ترهه ګرۍ بريد كښې د ژوبل شوو عیادت هم وكړو
د پاکستان رياست د ترهه ګرۍ په ضد جنګ ګټلے دے، ترهه ګر چې كومه هم حربه استعمال کړي کامیاب به نشي، نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ
Win win win entertainment platform website
مضمون کا ماخذ : میان میجک وائلڈ فائر