اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي و??ير سينيټر اعظم ??ذير تارړ وئيلي دي هنر مند افرادي قوت بهر لېږلو لپاره وزيراعظم ??اسك فورس جوړ كړے٬ دا قوت بهر ه??واد څخه د ترسيلات زر رالېږلو لويه ذريعه ده۔ د نهې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د سينيټر محسن عزيز د پوښتنې په ځواب ده ووئيل هنر مند افرادي قوت بهر لېږلو لپاره وزيراعظم ??اسك فورس جوړ كړے ٬ دا قوت بهر ه??واد څخه د ترسيلات زر رالېږلو لويه ذريعه ده، ترسيلات د 33 اربه نه زيات شوې وو٬ په دې لړ كښې د فلپائن په ماډل كار كوٶ٬ د نرسنګ عملې په بهر ه??وادونو كښې زيات ډيمانډ دے۔ د سينيټر كامران مرتضيٰ، سينيټر زرقا تيمور سهروردي د پوښتنو په ځواب د قانون و??ير ووئيل په پمز كښې د ميډيكل بلونو د ري ايمبرسمنټ يو كېس هم ځنډېدونكے نه دے، بشپړه دستاوېزات سره بلونه په سمدستي توګه ادا كول باوري كولې شي٬ د سينيټ غړو او ملازمانو انشورنس لپاره ايوان كمېټي جوړه كړې وه ٬ په دې لړ كښې په بېلا بېلو وړاندېزونو غور كوٶ ۔ د سينيټر كامران مرتضيٰ، سينيټر همايون مومند د پوښتنو په ځواب ده ووئيل په پاكستان نرسنګ كونسل كښې يو افسر په ډيپوټيشن كار كوي٬ د قانون له مخې ډيپوټيشن كېږي او د ادارې د ضرورت له مخې په اداره كښې ضم كېدے هم شي، دې لپاره د اشتهار ضرورت نه وي٬ ذكر شوے افسر نرسنګ كېډر سره تعلق لري او د قانون له مخې ئې تعيناتي شوې ۔ د سينيټر محسن عزيز د پوښتنې په ځواب د قانون و??ير سينيټر اعظم ??ذير تارړ ووئيل د املاك تحفظ او ويخ پاتې كېدل د حكومتي ادارو فرض دي خو په سلګونو كلوميټر خپره موټروے باندې په هر كلوميټر حفاظت لپاره څوك نشي تعين??ت كېدے، ملتان سكھر موټرويز باندې د اوبو بهېدو لپاره د نړيوال معيار ډرينج سسټم لګولے شوے ٬ دلته سلېبز پټ شوي چې په سبب ئې د سلېبز سائز بدل كړے شوے ٬ دا اوبو لپاره مناسب سېلبز دي۔
هنر مند افرادي قوت بهر لېږلو لپاره وزيراعظم ټاسك فورس جوړ كړے٬ دا قوت بهر هېواد څخه د ترسيلات زر رالېږلو لويه ذريعه ده: سينيټر اعظم نذير تارړ
एमटी ऑनलाइन ईमानदार सट्टेबाजी लिंक
مضمون کا ماخذ : فروٹ شاپ