اسلام آباد۔22اکتوبر (اے پی پی) د خزانې او محصولاتو وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار وئيلي دي چې سي پېك به د پاكستان معيشت مخ په وړاندې بوتللو او د دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكمولو كښ?? مه?? كردار ترسره كړي۔ دا خبره ده د خالي په ورځ د عوامي جمهوريه چين سفير نونګ رونګ سره ملاقات كښ?? وكړه۔ د خزانې وفاقي وزير د چينائي سفير هركلي كولو سره ووئيل پاكستان چين سره د ملګرتيا ژورې اړيكې لري كومې چې هرې يوې تېرېدونكې ورځې سره لا مضبوطېږي۔ د خزانې وزير اوسني حكومت ته په پېښو چېلنجونو او هغه پالېسيو رڼا واچوله د كومو مقصد چې په ه??وا?? كښ?? معاشي او مالياتي استحكام راوستل دي۔ د خزانې وزير د سېلاب نه ساتلو او پاكستان ته د 15 اربه يو آن په آسانو قسطونو ادائيګۍ كښ?? په مرسته كولو د چين حكومت او مشرتابه مننه وكړه۔ د چين سفير نونګ رونګ پاكستان لپاره د چين حكومت لخوا د پرله پسې مرستې او ملاتړ پخلي كولو سره په پاكستان كښ?? په بېلو منصوبو كښ?? چينائي كمپنيو ته د آسانيو په وركولو د پاكستان حكومت مننه وكړه۔ ده د سي پېك په برخه كښ?? د خصوصي اقتصادي زونز په پرمختګ كښ?? د چين حكومت لخوا د بشپړه ملاتړ او مرستې باور وركړو۔ په ملاقات كښ?? د پاكستان وزيراعظم د چين مجوزه دورې په اړه هم د خيالاتو څرګندونه وشوه او هيله ولرلې شو?? چې دې دورې سره به دوه اړخيزه اړيكې لا مضبوطې شي
سي پېك به د پاكستان معيشت مخ په وړاندې بوتللو كښې مهم كردار ترسره كړي٬ د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار چينائي سفير سره خبرې
Dragon Tiger official game
مضمون کا ماخذ : میگا سینا اکمولاڈا