اسلام آباد 14اپرېل(اے پی پی)د پاك پوځ سرلښكر جنرل سيد عاصم منير وئېلي دي په هېواد كښې د امن لپاره امنيتي ځواكونه مستعد دي٬په دې لړ كښې د ورځې په بنياد انټيليجنس بيسډ عمليات روان دي٬دا يو كمپين دے كوم چې د رياست لخوا وړاندې څخه منظور شوے او په حكمت عملۍ اډانه دے۔د مېډيا رپورټس له مخې ده د جمعې په ورځ پارليمنټ كښې د قامي سلامتيا كمېتۍ ان كيمره غونډه كښې د بريفنګ په مهال د غړو د پوښتنو ځواب وركولو۔د پاك پوځ سرلښكر جنرل سيد عاصم منير ووئيل په دې كمپين كښې د امنيتي ادارو نه علاوه د حكومت ټول ضروري عناصر شامل وي لكه څنګه چې قانوني٬معاشي٬ معاشرتي او خارجي شامل دي۔دا نوې عمليات نه دي بلكې د اولس د غېر متزلزل اعتماد عكاسي كوي او په دې كښې د رياست ټول عناصر شامل دي۔ده ووئيل دا مهال په پاكستان كښې د لوي څښتن په فضل نوګو ايريا نشته٬د دې كاميابۍ په شا د ګڼ شمېر شهيدانو او غازيانو كردار دے چا چې په خپله وينه د هېواد دفاع كړې او په دې كښې 80 زره څخه زياتې قربانۍ وركړې شوي چې پكښې د 20 زره څخه د زياتو غازيانو او د 10 زره څخه د زياتو شهيدانو وينه شامل ده۔ده ووئيل ترهه ګرو سره د رياست رټ تسليمولو نه علاوه بله كومه لاره نشته۔ده ووئيل د ترهه ګرو سره د خبرو اترو نتيجې د هغوي د نورو ډلو په صورت رامخې ته شوې۔د قدرمندو غړو د خيالاتو څرګندونې نه پس په خپلو اختتامي خبرو كښې سرلښكر ووئيل مونږ له به د نوې او پخواني پاكستان بحث پرېښودل او د پاكستان خبره كول وي۔ده ووئيل پاكستان سره د وسائلو او افرادي قوت كمے نشته۔ده ووئيل د اولس ټاكلي شوي نمائندګان دې د منزل تعين وكړي او پاك پوځ به د پاكستان پرمختګ او د كاميابۍ په مزل كښې ملګرتيا كوي۔دغسې غړو د ميزونو په ډبولو د سرلښكر د خيالاتو هركلے وكړو او هغه ته يې پېرزوئنې وړاندې كړې۔
په هېواد كښې امن لپاره امنيتي ځواكونه هر وخت چمتو دي٬په دې لړ كښې د ورځې په بنياد انټيليجنس بيسډ عمليات روان دي۔د پاك پوځ سرلښكر جنرل سيد عاصم منير
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری انعامات