اسلام آباد 18اکتوبر(اے پی پی)د وزيراعظم عمران خان په سپارښتنه به جشن عيد ميلاد النبي(ص)په مذهبي جوش او جذبه لمانځلې شي۔د عيد ميلاد النبي صلی الله عليه وآله وسلم په موقع په وفاقي پايه تخت اسلام اباد كښې ځاې په ځاې رڼاګانې خورې شوي۔د ضلعي انتظاميې له مخې د عيدميلاد النبي(ص)په موقع د وفاقي پايه تخت په ټولو لويو لارو چراغونه لګولې شوي۔په ټولو سركاري او نجي ودانيو هم د برېښنا رڼاګانې ترنظره كېږي۔سي ډي اے او ضلعي انتظاميې د عيد ميلاد النبي په موقع اسلام آباد ښائسته كړے دے
مضمون کا ماخذ : میگا سینا اکمولاڈا