ملګري ملتونه 13 اکتوبر (اے پي پي) پاكستان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كار پوهه ته وئيلي دي چې د هند پوځ په مقبوضه جمو كشمير كښې تشدد او د وګړو سره غېر انساني سلوك كوي خو هند د اصل حقائقو، خپلو ظلمونو او ذمه وارو څخه پرله پسې انكار كوي. دا خبرې د پاكستان سفارتكارې صائمه سليم تېره ورځ د ملګرو ملتونو د معاشرتي، كلتوري او انساني چارو په اړه په دريمه كمېټې كښې د تشدد مخ نيوي په اړه د نړيوالې ادارې خاص استازي نلس ملزر سره د ملاقات په مهال وكړې. په دې موقع د نړيوالې ادارې خاص استازي ووئيل بايد سلامتي كونسل دا مسئله حل كړي. پاكستانې سفارتكارې ووئيل د كال 1989م څخه تر اوسه په يو لك 62 زره كشميريانو تشدد شوے. هغې ووئيل د هند پوځ په مقبوضه جمو كشمير كښې تشدد او وګرو سره غېر انساني سلوك كوي ٬ بايد د دې مخ نيوے وكړے شي.
مضمون کا ماخذ : میگا سینا پریمیو