اسلام آباد۔2دسمبر(اے پی پی) نګران وزيراعظم انور حق کاکړ د ټول هېواد په کچه ماشومانو ته د وکسين رسولو او دې ته لاسرسي زياتولو لپاره د حکومت عزم تکرار کړے دے۔ د وزيراعظم د دفتر ??يډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان ترمخه د خالي په ورځ په دوبۍ كښې د كوپ 28 كنفرنس په موقعه نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ سره د بل اېنډ مېلنډا ګېټس فاونډيشن شریک چيئرمېن بل ګېټس ملاقات وكړو په كوم كښې چې په پاکستان کښې د پوليو له منځه وړلو له په روانو هڅو کښې د پېشرفت جاج واخستے شو۔ و??يراعظم بل ګېټس په پاکستان کښې د پوليو د مخنيوي لپاره روان كمپائن څخه خبر كړو۔ ده ووئيل د پوليو وائرس ختمولو كښې به پا??ستان هېڅ كمې نه كوي۔ ده د ټول هېواد په کچه ماشومانو ته د وکسين رسولو او دې ته لاسرسي زياتولو لپاره د حکومت عزم تکرار كړو۔ په ملاقات كښې د بل اېنډ مېلنډا ګېټس فاؤنډېشن لخوا په ماشومانو كښې د غذائيت كمي ٬ مالياتي شموليت او د تخفيف غربت په څانګو كښې پا??ستان سره د مرستې جاج هم واخستے شو۔ و??يراعظم د فاونډېشن لخوا د مرستې ستاينه او په پا??ستان كښې يۍ د سټېم زده كړو، د آفتونو مخنيوي لپاره پېشګي خبرتيا او بېړنيو عملياتو او د كركيلې وېليوچينز كښې د قامي استعداد پياوړې كولو كار په لړ كښې د فاؤنډېشن ډاډګيرنه وكړه۔
پاكستان ماشومانو ته د وېكسين رسولو او دې ته د لاسرسۍ زياتولو عزم لري٬ د نګران وزيراعظم انوار الحق بل ګيټس سره ملاقات كښې خبرې
Golden Pig Video Game Entertainment Platform Link
مضمون کا ماخذ : como jogar dupla sena