اسلام آباد 07 دسمبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي پاکستان كښې د اوبو كمي په زيات شوي بحران قابو موندلو لپاره كرونده كښې د ډرپ او سپرے ارېګېشن غوندې نظام خپلولو او په سمارټ ډول د اوبو كارولو ته ضرورت دے ، زرعی څانګه د هېواد نزدې 95 فیصده اوبه استعمالوي كومې لپاره چې د اوبو كارولو كښې د بچت په اړه سمدستي منصوبه بندي او اصلاحات پكار دي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ اسلام آباد كښې په موسمي لحاظ سره لچکدار پاکستان كښې د اوبو او خوراك نظام لپاره د بدلون لارې په سرخط نړيوال کنفرنس ته د ويډيو لنك خطاب په مهال وكړه۔د کنفرنس اهتمام انټرنیشنل واټر مینجمنټ انسټی ټیوټ، پاکستان کونسل آف ??یس??چ ان واټر ریسورسز، نېشنل فوډ سکیورټی اینډ ??یس??چ وزارت ، د اوبو وسائلو وزارت،د موسمي بدلون وزارت او یونیسف كړے ؤ چې پكښې نړيوالو او ځائې د اوبو پوهانو ګډون كولو ۔په خپله وينا كښې صدر ووئيل پاکستان له د خپلو موجوده اوبو وسائلو محفوظولو لپاره جامع انتظام ته اړتيا ده۔ صدر مملکت صنعتی خزلې څخه سمندرونه بچ كولو لپاره د اوبو ويستلو د كوټلي نظام په جاجت هم زور راوړو۔ په دې موقع ډائریکټر جنرل پاکستان کونسل آف ??یس??چ ان واټر ریسورسز ډاکټر حفضه رشید، انټرنیشنل واټر مینجمنټ انسټی ټیوټ څخه ډاکټر بنیود هوماتوف ا?? ډاکټر جوآن کارلوس سانچیز رامیرز، انټرنیشنل فوډ پالیسی ??یس??چ انسټی ټیوټ څخه ډاکټر سټیفن ډیوس او آسټریلین سنټر فار انټرنېشنل ایګریکلچرل ??یس??چ څخه ډاکټر نیل لازارو هم خطاب وكړو
كروندې لپاره ډرپ او د سپرے اوبه خور نظام په خپلولو د اوبو بحران څخه بچ كيدے شوو ۔صدر ډاکټر عارف علوي
Tomb of Treasures entertainment platform official website
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے نتائج