اسلام آباد 13 اكتوبر (اے پي پي) د سيمه ايزو او نړيوالو چارو پوهانو او تجزيه كارو په اسلام آباد كښې كيدونكي شنګھائي مرستي تنظيم (اېس سي او) مشرانو غونډه د پاكس??ان لپاره د غړو هېوادونو سره د خپلو اقتصادي او سفارتي اړيكو قوي كولو او د ترهه ګرۍ مخنيوي لپاره يو شريكي تګلاري ته اتفاق كولو مهمه موقع وګرځوله۔ شنګھائي مرستي تنظيم 23مه غونډه به په 15 ??و 16 اكتوبر اسلام آباد كښې كېږي۔ شنګھائي مرستي تنظيم په 2001 كښې جوړ شوې ؤ او په دې كښې 9 غړي هېوادونه چې پكښې چين، روس، بيلاروس، كرغزستان، قازقس??ان او ازبكس??ان شامل دي دغسې پاكستان، هند او ايران 2017 كښې تنظيم كښې شموليت اختيار كړې۔ شنګھائي مرستي تنظيم غونډي تيارو لپاره د پاكس??ان حكومت سخت حفاظتي اقدامات كړې او د ايونټ په مهال د امن و امان صورتحال برقرار ساتلو او سكيورټي اقدامات باوري كولو له پوځي ډلو سره سره ګڼ شمير پوليس اهلكار تعينات كړې شوي۔ د سيمه ايزو او نړيوالو چارو پوهانو او تجزيه كارو ووئيل شنګھائي مرستي تنظيم پاكس??ان لپاره يوه مهمه سفارتي او معاشي موقع وركوي۔ انسټي ټيوټ آف اسټريټجك اسټډي اسلام آباد (آئي اېس اېس آئي) كښې د نړيوالو اړيكو پوهه محمد تيمور خ??ن ووئيل د مشرانو غونډه د پاكس??ان لپاره د سرمايه كارو خپل پلو راغب كولو ښه ښه موقع وركوي او دغسې پاكس??ان له د سيمه ايزو رابطو زياتولو هم ښه موقع وركوي۔ اے پي پي سره په څپلو خبرو كښې ده ووئيل پاكس??ان ته خپل معاشي او جغرافيائي سياسي ګټي مخ په وړاندې بوتللو يوه ښه موقع ده۔ تجزيه كار دا خيال لري چې د شنګھائي مرستي تنظيم يو لوئ پليټ فارم دے او دا نه يواځي سيمي بلكه ټولي نړۍ كښې بدلون راوستلې شي۔ سينئر خبريال افتخار شيرازي اے پي پي سره خبرو كښې ووئيل پاكستان، كوم چې د نړۍ 5م لوئ آبادي لرونكې هېواد دے او د نړيوال تجارت لپاره د خپلي اسټريټجكي محل وقوع څخه ګټه پورته كولو دا كنفرنس يوه لويه موقع وركوي۔ ده ووئيل د سلامتيا چارو او موجوده سيمه ايزي ترهه ګرۍ په حقله خبرو اترو له هم دا غونډه يوه ښه موقع وركوي ۔ ده ووئيل د سلامتيا چارو او ترهه ګري د شنګھائي مرستي تنظيم لپاره مهم ايجنډا آئټم دے او دا غونډه د مسئلو او په خاص توګه افغانس??ان څخه پيدا شوي ترهه ګري كومه چې سيمي لپاره خطر دے په دې د خيالاتو څرګندوني ښه موقع وركوي۔پوهانو ووئيل پاكس??ان كښې د جيو اسټريټجك څخه جيو اكنامك فوكس پلو منتقل كيدو رجحان زيات شوې او شنګھائي مرستي تنظيم دا غونډه د پاكس??ان لپاره دغي تګلاري مخ په وړاندې بوتللو لويه موقع ده۔ اسلام آباد كښې كيدونكي د شنګھائي مرستي تنظيم غونډه كښې د چين وزيراعظم لي چيانګ ، روس وزير اعظم ميخائل ميشوسټن، بيلاروس وزير اعظم رومن ګولوچينكو، قازقست??ن وزيراعظم اولزاس بيكتينوف، د كرغيز وزيراعظم اكيل بيكتينوف، د تاجكست??ن وزيراعظم كوخير رسول زوده، ازبكست??ن وزيراعظم عبدالله اريپوف پشمول د شنګھائي مرستي تنظيم هېوادونو لارښودو ګډون متوقع دے۔
د شنګھائي مرستي تنظيم مشرانو غونډه د پاكستان لپاره د غړو هېوادونو سره د سفارتي او اقتصادي اړيكو قوي كولو ښه مهمه موقع ده ۔ د سينه ايزو او نړيوالو چارو پوهانو خبري اتري
Virtual sports and reliable entertainment platform
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے فوائد