اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوي سره د سعودي عرب د كورنيو چارو نائب وزیر ډاکټر ناصر بن عبدالعزیز الداود ملاقات وكړو چې پ??ښې د شريكې خوښې په چارو ، پاك سعودی اړيكو ته ودې وركولو، د پیرا ملټري ځواكونو ، پولیس پلاويو په تبادلو او د شريكي تربيې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه،دواړو هېوادونو ترمينځه د بنديوانو تبادلې په لوظنامه عملدرآمد ته هم سلاح يوه شوه۔د شورو په ورځ په اسلام آباد ??ښې د سعودي عرب سفیر نواف بن سعید احمد المالکی هم موجود ؤ ۔د كورنيو چارو وزیر محسن نقوي د اسلام آباد او ریاض د ورونړو ښارونو ګرځولو تجويز وركړو كوم سره چې د سعودي وزیر اتفاق وكړو۔ملاقات ??ښې پريكړه وشوه چې په دې لړ ??ښې به نور ضروري اقدامات کو??ې شي۔ ملاقات ??ښې د پاکستان څخه د چړ كوونكو /سوالګرو سعودي عرب ته د لېږونكې مافیا په ضد په كاروائۍ هم خبرې وشوې۔د كورنيو چارو وزیر ووئيل د 4300 چړ كوونك نامې په اي سي ایل ??ښې شاملې كړې شوي۔ده ووئيل سعودي عرب ته د تلونكو خيرمارو په ضد به زيرو ټالرنس پالیسی خپلو??ې شي،د داسې مافیا په ضد په ټول هېواد ??ښې كوټلې کریك ډاؤن كو??ې شي۔دې خبري ته اتفاق وكړے شو چې سعودي عرب ??ښې 419 پاکستاني بنديوان هېواد ته راستنولو له به قانونی کارروائي زر تر زره بشپړو??ې شي۔د كورنيو چارو وزیر محسن نقوي ووئيل سعودي عرب زمونږ ورور اسلامي هېواد دے، دوه اړخيزه مرستي ته ودې وركولو لپاره به هر ممكن مرسته كو??ې شي۔ده ووئيل د سعودي وګړو لپاره پاکستان ته په راتللو د ويزې كوم بنديز نشته،كله چې هم وغواړي راتللے شي۔د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوي د سعودي عرب ولی عهد محمد بن سلمان وژن 2030 وستائېلو۔ده ووئيل موجوده قیادت ??ښې به سعودي عرب تر 2030 معاشي ، سماجي او اقتصادي څانګو ??ښې په نړۍ ??ښې يو لويې مقام ترلاسه كړي۔د سعودی عرب د كورنيو چارو نائب وزیر ووئيل پاکستان سره نزدې اړي??ې لرو كومو ته چې لا وده وركول غواړو دغسې د پیرا ملټري ځواكونو او پولیس شريكو تبادلو او شريكي تربيې لپاره چمتو يو۔د كورنيو چارو ایډیشنل سیکرټري ،د كورنيو چارو سپشل سیکرټري ، کمانډنټ فرن??یئ?? کانسټیبلري ، د اسلام آباد چیف کمشنر ، د اسلام آباد پولیس آئي جي او د اسلام آباد ډپټی کمشنر هم په دې موقع موجود وو۔
د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوی سره د سعودي عرب د كورنيو چارو نائب وزیر ډاکټر ناصر بن عبدالعزیز الداود ملاقات
जीली कार्ड गेम विश्वसनीय मनोरंजन प्रवेश
مضمون کا ماخذ : علاقائی کلیدی الفاظ