اسلام آباد۔20دسمبر (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق او د سېنېټ چي??رمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د قانون ساز ادارو د سرلوړۍ او د دې د مضبوط جوړولو عزم پخلي كولو سره وئيلي دي چې د سپيكر منصب بې پرې وي كوم چې حكومت ٬ اتحادي ګوندونو او مخالفې ډلې ته يو برابر وخت وركولو او د ثالثۍ كردار ترسره كولو له د باور وړ فورم وي٬ د پارليمان او صوبائي اسبمليو دننه څخه په ګرفتارۍ به د ذمه وارو په ضد د سزاګانو تعين كولې شي٬ ټول سپيكران غواړي چې ګټورې خبرې وكړې شي ٬ متقابل باور بحا?? كړے شي او د يو بل د رايو عزت وكړې شي ٬ نوې كول پارليمان سره هم آهنګ كولو له دې د پارليمان په څير صوبائي اسبملۍ هم د غونډې د كارروايۍ كتلو او انټرنشپ آسانۍ وركړي٬ 18 م ??دل??ن سره په هېواد كښې استحكام رامخے ته شوے دے٬ د وړو صوبو د محرومۍ احساس لرے كړے شوے دے٬ دوي ته د مسئلو په حل كولو كښې مرسته ترلاسه شوې ده ٬ د 18 م ??دل??ن له مخې صوبو ته بايد اختيارات وركړې شوې وو۔ ده د جمعې په ورځ د 18م ??پيكر كنفرنس په پايه د ګډې خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ ده په كنفرنس كښې په ګډون كولو د سېنېټ د چي??رمېن او د ټولو سپيكرانو مننه وكړه۔ ده ووئيل زمونږ متفقه پرېكړه ده چې د اولس مسئلې حل كولو له دې هڅې وكړې شي٬ موسمياتي ??دل??ن ته دې پام وګرځولے شي او سپيكر دے بې پرې پاتې كېدو سره د سهولت كار كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل مونږ په ترهګرۍ خبره وكړه۔ ده ووئيل د قامي اسمبلۍ او سېنېټ رولز او پروسيجر يو ډول دي باقي صوبائي اسمبلۍ دې هم داسې رولز او پروسيجرز جوړ كړي۔ ده ووئيل پبلك اكاؤنټس كمېټي داسې كمېټي ده كومه چې عملدرآمد او په خاص توګه په آډت او وصولو كار كوي۔ ده ووئيل د قامي اسمبلۍ پبلك اكاؤنټس كمېټۍ د اربونو روپو وصولۍ كړې دي۔ ده ښكاره ووئيل چې دا اعلاميه به په دستاوېز تر لاس ليك نه پاتې كيږي په دې عملدرآمد به مانيټر كولے شي او د مرستې يو نوې دور به پېل شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې سپيكر ووئيل چې په قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ كښې د بھرتۍ نظام هم سپېځلے كړے شوے دے۔ ده ووئيل مونږ په قامي اسمبلۍ كښې ډېپوټېشن هم ختم كړے دے او په مېرټ د بهرتۍ ټاسك مو فېډرل پبلک سروس کمېشن ته وركړے دے۔ د سېنېټ چي??رمېن د كنفرنس د اعلاميې ملاتړ كولو سره ووئيل 18م ??دل??ن سره هېواد كښې استحكام راغلے دے٬ د وړو صوبو د محرومۍ احساس لرے كيږي او د صوبو د مسئلو په حل كولو كښې مرسته ترلاسه شوې ده۔ ده ووئيل كه د 18 م ??دل??ن له مخې صوبو ته اختيارات وركړې شوې وز نو سقوط ډھاکه به رامخې ته شوې نه وه۔ ده وړاندېز وركړو چې مونږ له به ميثاق معيشت راوړل وي۔ ده ووئيل كه مونږ خبرې اترې نه كوؤ نو چارې به حل نه شي۔ ده ووئيلې د رايو اختلاف تر هغه وخت جمهوري وي تر كومې چې هېواد ته زيان نه رسوي
د سپيكر منصب بې پرې وي كوم چې حكومت ٬ اتحادي ګوندونو او مخالفې ډلې ته يو برابر وخت وركولو او د ثالثۍ كردار ترسره كولو له د باور وړ فورم وي: د قامي اسمبلۍ سپيكر
Roulette Integrity Betting Links
مضمون کا ماخذ : منی ٹرین 2