اسلام آباد 23 اګست (اے پي پي)د قامي وطن پارټۍ مشر آفتاب ??حم?? خان شېرپاؤ وئېلي دي ??مران خان د سياست نه ټوقې جوړې كړي ٬عمران خان د اولس سېلاب غواړي خو د اوبو د سېلاب پلو نه ځي٬د سېلاب ځپليو مرستې لپاره حكومت او اپوزېشن له په ګډه كردار ادا كول پكار دي٬سېلاب ځپليو ??ه پام نه كول غفلت دے ٬نړيوال ډورز او نړيوالې كميونټي ته د سېلاب ځپليو لپار?? د ??رستې درخواست كول پكار دي٬د پي ټي آئي غړي يو پلو د اسمبلۍ څخه مستعفي وركوي او بل پلو په ضمني ټاكنو كښې هم برخه اخلي٬ په داسې كولو قامي پيسه ضائع كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده په اسلام آباد كښې خبري كنفرنس ت?? د ??ېنا كولو په مهال وكړه۔ده ووئيل عمران خان د اولس سېلاب غواړي خو د اوبو د سېلاب پلو نه ځي٬په دې اړ?? د ??امي غفلت څرګندونه كېږي۔ده ووئيل داسې معاشي صور??حا?? كښې اولس ډېر پرېشانه دے او صور??حا?? په قابو كښې نه دے ٬بل پلو عمران خان خپله سلسله شورع كړی ٬ هغه له حكومت مستحكم كول پكار دي ??و هغه ئې د عدم استحكام ښكار كوي٬ ده ووئېل عمران خان په خپل يو ??قرير كښې هم د سېلاب خبره نه ده كړې٬عمران خان په موجوده حكومت د معيشت پړه اچوي خو د هغه خپله كاركردګي څه وه ٬ ده ووئېل عمران خان پخپله د آئي اېم اېف د لوظ نامې خلاف ورزي كړی ٬ په دې سبب سختې پريكړې شوي٬مونږ ته دا مهال تر ټولو زياته پرېشاني دا ده چې اولس ته تراوسه رېليف نه دي ??رلاسه شوے۔آفتاب ??حم?? خان شېرپاؤ ووئيل د برېښنا او ګاز لوډشېډنګ سلسله بيا پيا پېل شوې ٬د بل پلو د برېښنا زيات بلونه؟ ده ووئېل دا وجه دې وښودلې شي چې په خېبرپښتونخوا كښې كوالټي برېښنا نه وركړې كېږي او بلونه زيات راځي۔ده ووئيل په خېبرپښتونخوا او هېواد كښې د امن او امان صور??حا?? تشويشناك دے٬په خېبرپښتونخوا كښې ټارګټ كلنګ او د يرې فضا ده٬ قلنګ اغستل هم شروع شوے ٬مېرمنو او ماشومانو سره د جنسي زياتۍ كيسونه هم هره ورځ زياتېږي٬په نېشنل ايكشن پلان دې بيا د سره عمل وكړے شي
عمران خان د سياست نه ټوقې جوړې كړي ٬سېلاب ځپليو ته پام نه كول غفلت دے۔آفتاب احمد خان شېرپاؤ
First person giant ball credit platform
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے انعامات