نيويارك21 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ماشومانو خوراك جوړونكو ادارو او کمپنيو ته اپيل كړے چې ھ??وي سېلاب ځپليو سيمو كښې په خاص توګه د ماشومانو خوراك عطيه كړي، د سېلاب له امله په لويه كچه ??با??ي شوې ، نړيوال مشران د سېلاب ??با??ۍ او د پاكستان د معاشي ستونزو نه خبروٶ۔ وزيراعظم څوك چې دا مهال د ملګرو مل??ون?? د عمومي اسمبلۍ 77مې غونډه كښې ګډون لپا??ه په نيويارك كښې دے٬ په سېلاب ځپليو سيمو كښې د مرستې كاروائيو پحقله خپل پېغام كښې ووئيل ما تېره شپه په آن لائن غونډه كښې د سېلاب صورتحال جاج اخستے، د سېلاب له امله په ګرد هېواد كښې ??با??ي راغلې٬ صوبائي حكومت٬ انتظاميې٬ سركاري چارواكو٬ د پاكستان وسله والو ځواكونو چې د سېلاب نه پس كومې هلې ځلې او كاروائۍ كړي د اولس په نظر كښې د هغو لوي عزت دے او لوي څښتن به هم دوي ته د محنت صله وركوي۔ وزيراعظم ووئيل د غونډې په مهال معلومه شوې چې په سېلاب ځپلو سيمو كښې د ماشومانو د خوراك مسئله رامخې ته ده۔ وزيراعظم د پاکستان شتمندو په خاص توګه د ماشومانو خوراك جوړٶنكو ځائي كمپنو (فوډ مينوفيکچررز) ته اپيل كړے چې ھ??وي ځپلو سيمو كښې كوچنيانو لپاره خوراك عطيه كړي او د اېن ډي اېم اے ٬ پي ډي اېم اے او د پاكستان وسله والو ځواكونو د لارې دا خوراك كوچنيانو ته ورسولې شي۔ وزيراعظم د خېر په كارونو كښې د برخې اخس??ون??و ادارو او كسانو مننه وكړه او وئې وئيل ځپلي په خاص توګه ماشومان او د دوي مور پلار به دوي لپاره دعاګانې كوي او دا د لوي څښتن د رضا ترلاسه كولو به ذريعه جوړه شي۔ وزيراعظم ووئيل دا مهال پاكستان د خپل تاريخ د سخت دور څخه تېرېږي٬ د سېلاب ??با??ۍ د ټولو په وړاندې دي۔وزيراعظم ووئيل ما د خپلې دورې په مهال نړيوالو مشرانو سره ملاقا??ون?? كړي او ه??وي د سېلاب د ??با??ۍ او د دغې په نتيجه كښې د پاكستان د مالي او معاشي ستونزو نه خبر كړې شوي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ به د الله پاك نه دعا غواړو چې زمونږ په خوارۍ كښې بركت واچوي٬ زمونږ مسئلې ختمې كړي٬ پاكستان يو عظيم سوكاله او پرمختللے هېواد جوړ كړي او زمونږ ستونزې ختمې كړي
فوډ مينوفيکچررز دې سېلاب ځپليو سيمو كښې په خاص توګه ماشومانو لپاره خوراك عطيه كړي٬ د سېلاب له امله په لويه كچه تباهي د نړۍ د پام متقاضي ده۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف
One blackjack official website
مضمون کا ماخذ : پشاور لاٹری