اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف پاکستان او چين “آئرن برادرز” ګرځ??لو سره وئيلي دي زمونږ دوستي ناقابل تسخير ده، د چين قيادت سره ملاقاتونه د نتيجې وړ او ګټور وٶ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د چين خپلې دوه ورځنۍ سركاري دورې په مهال چائنه ګلوبل ټيلي ويژن (سي جي ټي اېن) سره په مركه كښې كړې۔ ده ووئيل مونږ آئرن براردرز يو ځكه چې زمونږ دوستي ناقابل تسخير ده، دې دوستۍ هېڅوك زيان نش?? رسولے٬ په دې دوستۍ كښې بل څوك نش?? ځاے كېدے كه هر څه وشي، مونږ دوستان وٶ او دوستان به يو۔ وزيراعظم د چين پاکستان اړيكو سره سره د سي پېك نه علاوه سيمه ايز او په نړيوال صورتحال هم خبرې كړې۔ د يوې پوښتنې په ځواب وزيراعظم شهباز شريف ووئېل زه د دواړو هېوادونو د اولس خېرښګړې لپاره په ګډه كار كولو٬ پاكستان كښې سي پېك او په كار??با??ي كچه سرمايه كارۍ ته وده وركولو٬ په نړيوالو چارو په مشتركه موقف خپل??لو او د چين قيادت لخوا په لويه كچه د ډاډګيرنې او ملاتړ ترلاسه ك??لو سره هېواد ته ستنېږم ۔ وزيراعظم ووئيل د چين د کميونسټ پارټۍ شلم قامي كانګرېس په موقع وړومبي غېر ملكي مشر په حېث د چين قيادت په بلنه د چين دوره كول زما لپاره د اعزاز خبره ده ۔ ده ووئيل دا زمونږ د آئرن برادرز كېدو او د ورورولۍ څرګندونه ده، زمونږ دا دوستي٬ په شريك باور او همكارۍ څرګندونه ده٬ مونږ د چين د قيادت د دې اقدام د زړه د اخلاصه ستائنه كوٶ۔ وزيراعظم ووئيل د خپلې دورې په مهال ما پرله پسې ملاقاتونه كړي، د ټ??لو نه مهمه خبره دا ده چې د چين صدر شي جن پنګ او وزيراعظم لي کي چيانګ سره ملاقاتونه د ټ??لو نه زيات دوستانه ٬ د نتيجې وړ٬ واضح او ګټور وو۔ ده ووئيل چين او پاكستان په جغرافيائي سياسي صورتحال خبرو اترو لپاره مشاورتي عمل زيات??لو سره پاكستان بلكې په منطقه كښې پرمختګ او سوكالۍ لپاره په خبرو اترو اتفاق كړے۔ ده ووئيل چين له لوي څښتن بلها وسائل او توان وركړے، كله ئې د توسيع پسندۍ د عزائمو څرګندونه نه ده كړې٬ د دې برعكس چين او د چين صدر شي جن پنګ فلسفه عالمګيريت، خبرې اترې، خوشحالي او د پرمختګ ده۔ ده ووئيل د چا پاليسۍ چې د چين لاره نيول دي ٬ د ھغوي پاليسۍ په افسوسناك ډول ناسمې دي، ھغوي به هېچرې هم چين قابو نه كړے شي۔ وزيراعظم ووئيل چين يو طاقتور هېواد دے او نړۍ د چين نه غېر نش?? چلېدې، چين په سوله ايزو ذريعو باور لري٬ د چين د پوځ پېشرفت جارحيت لپاره نه دے، دا د دوي دفاع لپاره دے او دا په ځاے دے۔ ده ووئيل د ماضي تاريخ له مخې په دي سيمه كښې د كمزورې پاتې كېدو متحمل كېدې نش?? ځكه چين په پوځي توګه د قوي كېدو حق لري
پاکستان او چين “آئرن برادرز” دي، زمونږ دوستي ناقابل تسخير ده، د چين قيادت سره ملاقاتونه د نتيجې وړ او ګټور وٶ۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف چائنه ګلوبل ټيلي ويژن سره مركه
Super Baccarat Online Betting
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا کے نتیجے میں پچھلے حصے