اسلام آباد۔22فروری(اے پی پی)داطلاعت او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د عمران خان جيل بهرو ??حر??ك “جيل بچو”??حر??ك ګرځولو سره وئېلي دي جيل بهرو ??حر??كونه د ضمانتونو څخه نه پیل كېږي٬دا څنګه ??حر??ك دے د كوم مشر چې د پلستر خپې سره په ضمانت په زمان پارك كښې ناست دے٬عمران خان هېواد ته زيان رسولے ٬هغه له به د ځان په ضد د چارج شيټ ځواب وركول وي٬د جيل بهرو ??حر??ك پیل د عمران خان د ګرفتارۍ څخه پكار دے۔د شورو په روځ خبري كنفرنس ته په خپله وېنا كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل نالائقو٬نااهلو٬د هېواد په ضد شازش كوونكو او په فارن فنډنګ كښې ككړ ټولي څلور كاله په وفاق او لس كاله په خېبرپښتونخوا كښې تباهي كړې٬عمران خان د د وزيراعظم په چوكۍ د كېښناستو سره د رياستي طاقت په كارولو خپل جيبونه ډك كړي٬ دې و??ئېل دغه ټولي خپل سياسي مخالفين به زندانونو كښې اچولي وو په ٬سركاري خزانه كارولو ئې د خپلو سياسي مخالفينو په ضد ډنډوره كړې٬تر څ??ورو كلونو د ټولو رياستي طاقتونو باوجود هغه د خپلو سياسي مخالفينو په ضد د يوې ټكې كرپشن ثابت ن?? كړو۔د اطلاعات وزيرې و??ئيل نواز شريف٬شهباز شريف٬مريم نواز او د حمزه شهباز پشمول د مسلم ليګ(ن)مشرتابه هغه د پهانسۍ په باركونو كښې اچولي وو ٬ چې كله كرپش?? رامخې ته نشو نو هغه د هيروئن كيسونه جوړ كړل٬هغه چې كله تور ثابت ن?? كړے شو نو هغه هېواد معاشي تباهۍ پلو بوتللو او ځوانان يې بې روزګاره كړل او اولس يې په ګرانۍ كښې راګير كړو ٬دې و??ئېل هغه خارجه پالېسي تباه كړې ٬د كشمير سودا يې و??ړه٬دوست هېوادونه يې خفه كړي٬د هېواد كومه داسې اداره نشته چرته چې هغه تباهي نه ده كړې۔وفاقي وزيرې و??ئيل عمران نيازي د تېرو 9 مياشتو څخه په هېواد كښې تماشا لګولې ٬د هغه قيصې د سائفر سازش٬بهرني سازش او د امپورټډ حكومت د تماشې څخه پیل شوي ٬كله اسلام آباد لانګ مارچ كوي كله د خېبرپښتونخوا څخه په لانګ مارچ كښې د پوليس سرونه ماتوي ٬هغه ته معلومه ده چې نړيوال سازش نه دې شوے ٬ دې و??ئېل د سائفر كومه قيصه نشته٬امريكې كوم سازش نه دې كړے٬د هغه بهرني سازش بيانيه د نواز شريف څخه تر محسن نقوي رسېدلې او بيا په جنرل باجوه ختمه شوې٬ دې و??ئېل هغه په خپله ټوله قيصه كښې په 9 مياشتو كښې په هېواد كښې تماشې كړي٬هر ورځ يې يو نوې فلم چلولے٬اوس وائي چې كوم بهرنې سازش نه دې شوے۔دې و??ئيل په هېواد كښې چې كله هم حالات ښه كېږي نو هغه د يوې نوې تماشې اعلان كوي٬د هغه په ضد چې كوم وخت د عدم اعتماد ??حر??ك راغلو٬هغه مهال هغه د سائفر به نامه د لوبېدو اعلان وكړو٬كله چې هم د هېواد معيشت سم پلو كېږي نو دا كس تماشه لګو۔دې و??ئيل جيل بهرو ??حر??ك پیل كونكے په فارن فنډنګ كېس كښې د 14 نومبر 2014 څخه تښتېدلے ٬دا كس د ټاكنو كميسون٬هائي كورټ٬اېف آئي اے٬نيب٬سېشن كورټ پشمول كوم هم تفتيش ته نه وړاندې كېږي ځكه چې دا غل او فارن فنډر دے٬دې كس د خيرات پيسې د سياسي مقصد او د هېواد په ضد سازش لپاره استعمال كړي او په توشه خانه كيس كښې هم دا تن تښتېدلے دے٬دې و??ئېل هغه ګهړۍ خرڅه كړی٬هغه خپل اختيارات ناجائزه كارولي٬دا د عمران خان په ضد چارج شيټ دے۔دې و??ئيل عمران خان حكومت ن?? عدالتونه غواړي٬چې كومو عدالتونو نواز شريف٬شهباز شريف٬مريم نواز٬حمزه شهباز رابلل او هغوي به وړاندې كېدل او جې نن دا عدالتونه عمران خان غواړي نو وړاندې كېږي نه٬ دې و??ئېل پرون شاهد خاقان عباسي عدالت ته د تاخير سره وړاندې شو نو د هغه ناقابل ضمانت وارنټ ګرفتاري جاري كړې شوه او بل پلو دا كس غنډه ګردي او بدمعاشي كوي او ورله مهلت وركړے كېږي٬هغه خپلې ګرفتارۍ ته سياسي انتقام وائي٬عمران خان له به په چارج شيټ ځواب وركول وي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې دې و??ئيل نواز شريف د دې هېواد درې ځله وزيراعظم پاتې شوے٬هغه يې په اقامه نااهله كړے ځكه چې هغه د خپل زوي د كمپنۍ څخه تنخا نه ده اغستې۔مريم اورنګزېب ووئيل هېواد دا مهال ستونزو سره مخ دے٬دې نااهل ټولي په خپل دور كښې د برېښنا پروژې٬سي پیك٬د معاشي پرمختګ پروژې بندې كړي٬هغه هېواد په بنده كوڅه كښې پرېښودے۔نن چې كله مونږ دا هېواد د ستونزو څخه د ويستلو هڅه كوو نو هغه تماشه لګوي۔
د عمران خان جيل بهروتحريك په اصل كښې “جيل بچو”تحريك دے٬د جيل بهرو تحريكونه د ضمانتونو څخه نه پیل كېږي۔ د اطلاعت او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب خبري كنفرنس ته وېنا
The Legend of Perseus APP entertainment official website
مضمون کا ماخذ : کوئی شہزادی۔