پېنډۍ 22 اپرېل (اے پي پي) د پوځ سرلښكر جنرال سيد عاصم منير د كوچني اختر وړومبۍ ورځ د خېبرپښتونخوا په باجوړ سيمه كښې په پاك افغان پوله تعينات پوځي ځوانانو سره ئې ورځ تېره كړې٬ سرلښكر چارواكو او ځوانانو سره د اختر لمونځ ادا كړو او د دوي د لوړ حوصلو ئې ستائنه وكړه۔ د آئي اېس پي آر له مخې په دې موقع سرلښكر جنرال عاصم منير ووئي?? پاك پوځ د پولو د دفاع عزم لري او د پاكستان ځواكونه د هېواد سلامتيا باوري كولو لپاره د هر ډول خطر ناكامه كولو لپاره هر وخت چمتو دي۔ ده ووئيل د پاكستان محافظين د سختو لارو٬ د سخت موسمي حالاتو او د خپلو خپلوانو نه د لرې پاتې كېدو باوجود خپله وظيفه مقدم ساتي ځكه چې د پولو د حفاظت نه زيات هېڅ څه مقدس نه دي۔ سرلښكر شهيدانو ته پېروزئنې وړاندې كولو سره زور رواړو چې د اختر په ورځ مونږ له د موري هېواد دفاع او د ترهګرۍ لعنت خاتمې لپاره قرباني ور??وٶ??كي هې??ري هېرول پكار نه دي۔ سرلښكر په خاص توګه د شهيدانو كورنيو لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه٬ د دې نه علاوه سرلښكر د ځوانانو او چارواكو د آپرېشنل تيارو او د مستعدۍ هم ستائنه وكړه۔ د دې نه وړاندې د پېښور كور كمانډر پېښور ته په راتګ د سرلښكر جنرال عاصم منير هركلے وكړو
د پوځ سرلښكر جنرال سيد عاصم منير د كوچني اختر وړومبۍ ورځ په باجوړ كښې تېره كړه٬ په خېبرپښتونخوا كښې په پاك افغان پوله تعينات پوځي ځوانانو سره ئې ورځ تېره كړه
Mysterious Soul APP download link
مضمون کا ماخذ : گولڈ رش