مکه مکرمه 05 جولائی (اے پي پي) منیٰ كښې عارضی خیمې آبادي شوې چرته به چې د حج مناسك ادا كولو په مهال د پاكستانيانو پشمول د ټولې نرۍ څخه راغلي لس لكهه حج كوونكې پاتې كېږي۔ د ګل په ورځ د مذهبی چارو وفاقی وزیر مفتی عبدالشکور د حج ډائریکټر ساجد منظور اسدی او نورو چارواكو سره د منیٰ دورہ وكړه او هلته ئې د ټولو انتظاماتو جاج واخست۔ په دې موقع د حج ډائریکټر د مذهبي چارو وزير ته منیٰ كښې د انتظامات په اړه بریفنګ وركولو سره ووئيل د سعودی حکومت سږ كال منیٰ كښې انتظامات لا ښه كړي۔ سږ كال حج لپاره د اودس ځايونو او غسل خانو معیار ښه كولو سره سره شميره هم زياته كړې شوې ۔د مذهبي چارو وزير د ځينې مکاتب فكر خیمو ته ورتللو سره د انتظامات جاج واخست او په هغې ئې د اطمینان څرګندونه وكړه۔
مضمون کا ماخذ : ولف گولڈ