اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود وئيلي دي چې مصر د سيمې يو مهم هېواد دې او د دې استحكام او پرمختګ سيمه كښې امن او سوكالۍ لپاره ضروري دې۔دا خبره ده پاكستان كښې تعينات د مصر سفير طارق دهروګ سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د زيارت په ورځ خارجه وزارت كښې ده سره ملاقات وكړو۔ شاه محمود قريشي ووئيل دا خبره د خوشحالۍ ده چې د مصر صدر عبدالفتاح السيسي یه قيادت كښې مصر د سياسي استحكام او سلامتيا پلو روان دې، د دواړه هېوادونو اولس د يو ډولې عقيدې او يو ډول كلتور په خپلولۍ يو بل سره تړون لري۔خارجه وزير ووئيل د دواړه هېوادونو د اولس ترمينځه د سيمه ايزوز او نړيوالو چارو په اړه نقطه نظر كښې مماثلت خوشينه دې۔ هغه ووئيل زما د تير كال د مصر دورې په مهال صدر السيسي او خارجه وزير سامع شكري سره ګټه وره خبرې اترې شوې وې۔ ده ووئيل پاكستان د مصر د خارجه وزير سامع حسن شكري د پاكستان دورې او اسلام آباد كښې څلورم شريك وزارتي كمېشن (جے ايم سي) كولو ته سترګي په لاره دې۔ د مصر سفير د خارجه وزير مننه كولو سره د پاكستان او مصر ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو ته ودې وركولو لپاره د خپل اړخه د مرستې باور وركړو
مصر د سيمې مهم هېواد دې، د دې استحكام او پرمختګ د سيمې امن او سوكالۍ لپاره ضروري دے۔ د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي د مصر سفير سره خبرې اترې
مضمون کا ماخذ : کوئی شہزادی۔