اسلام آباد 02 فروري (اے پي پي)د وزيراعظم د سياسي او ابلاغ خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئېلي دي پاكستان لپاره د آئي اېم اېف بورډ لخوا د شپږم قسط منظورۍ سره به د هېواد په معيشت كښې ښه والے راشي۔د شورو په ورځ د خزانې وفاقي وزير شوكت ترين د ائي اېم اېف بورډ منظورۍ په اړه د ټوېټ په ردعمل كښې ده ووئيل په دې كاميابۍ كښې مونږ د بلاول بهټو زرداري او شهباز شريف د خاموش ملاتړ مننه كوو چا چې خپل سېنېټرز غېر حاضر وساتل دغسې چې بل پاس شي۔ده ووئيل د ګېلاني صېب هم مننه كوو خو د دې ټولو لپاره اطلاع دا ده چې وزيراعظم عمران خان به بيا هم اېن آر او ورنه كړي۔د دې څخه وړاندې د خزانې وفاقي وزير شوكت ترين په خپل يو ټوېټ كښې وئېلي وو زه د دې خبرې په اعلان كولو خوشحالي محسوسوم چې آئي اېم اېف د پاكستان لپاره د خپل پروګرام د 6م قسط منظوري وركړې ده
مضمون کا ماخذ : شمال کے ڈریگن