لاهور 08 جنوري (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې په مري كښې د واورې ورېدو د څو لسيزو ريكارډ مات شوے، وزيراعظم په سختې سره د صورتحال نوټس اخستې، انتظاميه، د رېسكيو ادارې او پاك پوځ په ځپليو سيمو كښې موجود دے، اېكسپرېس وے كليئر كړې شوې، د خلقو د راويستلو عمل روان دے. ده دا خبرې د خالي په ورځ خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې. په دې موقع د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير شفقت محمود او د وزيراعظم خاص مرستيال عثمان ډار هم موجود وو. د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل چې د يوې اونې نه د مري انتظاميې او پنجاب حكومت څو څو ځله وئيلي دي چې په مري او بالائي سيمو كښې د موسم صورتحال خراب دے، خلق دې د سفر كولو نه ډډه وكړي. ده ووئيل چې د تېرو 48 ساعتونو په مهال غېر معمولي واوره ورېدلې ده. دې سره د څو لسيزو ريكارډ مات شوے. ده ووئيل چې د سختې واورې ورېدو له امله صورتحال خراب شوے. ده ووئيل چې وزيراعظم په سختې سره د صورتحال نوټس اخستې، انتظاميه، د رېسكيو ادارې او پاك پوځ په ځپليو سيمو كښې موجود دے، اېكسپرېس وے كليئر كړې شوې، د خلقو د راويستلو عمل روان دے. د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل چې د اپوزيشن لخوا په مري كښې په سختو موسمي حالاتو د سياست پړقولو هڅه شوې، شاهد خاقان عباسي چې له كومې خلقې ټاكل شوې، بايد هغه د خپلو خلقو مرستې ته رسېدلې و خو هغه د پېنډې نه پرېس كانفرنس كولو. ده ووئيل چې مريم نواز هم بې حس سياست كړے، د اپوزيشن سياست اهميت نه لري، د دوي كار يوازې شور كول دي.
په مري كښې د واورې ورېدو د څو لسيزو ريكارډ مات شوے، وزيراعظم په سختې سره د صورتحال نوټس اخستې. انتظاميه، د رېسكيو ادارې او پاك پوځ په ځپليو سيمو كښې موجود دے، اېكسپرېس وے كليئر كړې شوې، د خلقو د راويستلو عمل روان دے. چوهدري فواد حسېن
مضمون کا ماخذ : تھور میگا ویز کی طاقت