اسلام آباد 06اپرېل(اے پی پی)د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني په اسلام آباد كښې د متحده عرب امارات سفير حماد عبد ابراهيم ازابي په پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات كړی۔په ملاقات كښې د دوه اړخيزه اړيكو پشمول د شريكې خوښې په چارو او د دواړ هېوادونو ترمينځه د ورورولۍ په اړيكو د خيالاتو څرګندونه شوې۔د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني ووئيل پاكستان او متحده عرب امارات د تېرو پنځو لسيزو راهيسې د ورورولۍ اړيكې لري كومې چې په شريك اقدارو او كلتور تړلې شوې دي۔پاكستان د متحده عرب امارات سره د شريكو ګټو په ټولو څانګو كښې اړيكو قوي كولو له لوظي دې۔محمد صادق سنجراني ووئيل متحده عرب امارات په مينځني ختيز كښې د پاكستان تر ټولو لويې شراكتدار دې او د دواړو هېوادونو ترمينځه اوس هم د معاشي مرستې لويې ګنجائش شته۔په ملاقات كښې د سېنېټ چيئرمېن په پاكستان كښې د سېلاب ځپليو لپاره په مرسته او د آئي اېم اېف په چارو كښې د متحده عرب امارات د اړخه د پاكستان په حمايت مننه وكړه۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل يو اے اي په هر سخت وخت كښې د پاكستان معاشي معاونت كړې كوم چې د ستائنې وړ دې۔په ملاقات كښې د اسلامو فوبيا پشان چېلنج مخ نيوي لپاره هڅو تندولو ته سلا راغله
د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني سره د متحده عرب امارات سفير ملاقات وكړو
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کی پیشن گوئی