اسلام آباد 28 اپریل (اے پي پي) د اقتصادی چارو وفاقی وزیر عمر ایوب خان وئيلي دي د پاکستان حکومت او اولس سعودی عرب ته د قدر په سترګه ګوري، د دواړو هېوادونو ترمينځه د مرستي موجوده كچه په شريك باور او ورورولۍ اډانه ده، پاکستان او سعودی عرب د ملګرتيا او ورورولۍ نزدې اړيكي لري او په سيمه ايزو او نړيوالو چارو يو ډول دريځ لري۔د دې خيالاتو څرګندونه ده په پاکستان كښې د سعودی عرب سفیرنواف سعیدالمالکی سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ د سعودی عرب سفیر د اقتصادی چارو وزير له په چوكۍ سنبھالولو مباركي وركړه۔ملاقات كښې دواړه لارښودو د پاکستان او سعودی عرب ترمينځه د روانې دوه اړڅيزه مرستي په بابله د خيالاتو څرګندونه وكړه او دواړه هېوادونه شريكي استفادې لپاره د مرستي موجودہ كچه زياتولو ته صلا حشول۔ د سعودی عرب سفیر ووئيل زمونږ هېواد د پاکستان اقتصادي پرمختګ لا قوي كولو كښې كردار ترسره كولو له چمتو دے۔ وفاقی وزیر عمرایوب خان خادم حرمین شریفین په قیادت كښې د سعودی عرب پیش رفت او په پرمختګ حكومت له مباركي وركړه۔ده ووئيل د پاکستان حکومت او اولس سعودی عرب ته د قدر په سترګه ګوري۔د دواړو هېوادونو ترمينځه د مرستي اوسنۍ كچه په شريك باور او ورورولۍ اډانه ده۔ده ووئيل پاکستان او سعودی عرب خپلو كښې نزدې اړيكي لري او په سيمه ايزو او نړيوالو چارو يو ډول دريځ لري
د پاکستان حکومت او اولس سعودی عرب ته د قدر په سترګه ګوري، وفاقی وزیر عمر ایوب خان د سعودی سفیر سره ملاقات كښې خبري
مضمون کا ماخذ : resultados loteria ریو ڈی جنیرو