اسلام آبا?? 19 ??سمبر (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف په داسې ځ??يونو كښې د صنعتی زون جوړولو هدايت كړے كوم چې په اقتصادی توګه مناسب وي او ورسره پاکستان او چین دواړو ته زياته معاشی ګټه وشي۔ د ګل پھ ورځ په وزیراعظم هاؤس كښې د پاك چين اقتصادی راهدارۍ ترمخه پھ بېلا بېلو پروژو د پیش رفت جاج اخستلو غونډې مشري كولو سره وزیراعظم د دې ځ??يونو د اقتصادي ګټو پھ اړه د چین حکومت ته تجاویز وړاندې كولو له د يوې کمېټۍ جوړولو هدايت هم وكړو۔ ده ووئيل چې چین پھ مهم وخت اقتصادی بحالۍ لپاره د پاکستان مرسته كړې پھ كومه چې د پاکستان حکومت او اولس د چینائي قیادت او اولس مننه كوي۔ وزیراعظم ووئيل چې چین او پاکستان ستراتيجكي رابطې قوي كولو سره كوټلې په اقتصادی شراکت دارې كښی بدل كړې دي۔ دې سره به دواړه هيوادونو ته ګټه ورسي۔ پھ غونډه كښې د توان ، ټرانسپورټ، انفراسټرکچر او صنعتی پروژو لپاره د ټاكل شويو اهداف جاج واخستل شو۔ وزیراعظم د چین او پاکستان د شريكې مرستې کمېټۍ د راروانې غونډې د عبوری ایجنډا د نکاتو څخه خبر كړې شو۔ سی پیك كښې د كومې هم پروژې د شمولیت تګلارې وضاحت کولو سره غونډې ته ووئيل شول چې د شريكې مرستې کمېټۍ حتمی منظورۍ څخه وړاندې د اړوند ورکنګ ډلې منظوری كېږي۔ وزیراعظم هدايت وكړو چې بايد د کرائې سرکلر ریلوے او کیټی بندر پراجیکټ پھ سی پیك كښې شاملولو له پھ رارونه غونډه كښې پھ دې غور وكړے شي۔ ده ووئيل چې بايد د چین حکومت د دغه پروژو د اهميت او اقتصادی موزونیت په اړه خبر كړې شي دغسې چی دا هم پھ سی پیك كښې شامل کړې شي۔ ده د منصوبه بندۍ او پرمختګ ??زي?? احسن اقبال ته هدايت وكړو چې ټولو اعلی ??زي??انو سره دې پھ صوبو كښې د صنعتی زونز ځايونو ته حتمی شکل وركولو له مشاورت وكړې شي۔ غونډه د سكارو ، اوبو ، سيلۍ ، لمر څخه د توان پشمول د سی پیك ترمخه د توان پروژو او ټرانسمیشن لائنونو پھ اړه خبره كړې شوه۔ غونډې ته ووئيل شول چې سړك ، ر??ل، هوا بازی او ډیټا کنکټویټی پشمول د بنیادی ډھانچې په پروژو تندۍ سره عمل کېږي۔ په غونډه كښې د خزانې وفاقی وزیر اسحاق ډار، د منصوبه بندی او پرمختګ ??زي?? احسن اقبال، د اوبو او برېښنا وزیر خواجه محمد آصف، د بندرځايونو وزیر میر حاصل بزنجو، د پنجاب وزیراعلی شهباز شریف، د وزیراعظم خاص مرستيال طارق فاطمی او نورو چارواكو ګډون وكړو۔
چین او پاکستان ستراتيجكي رابطې قوي كولو سره په كوټلې اقتصادی شراکت دارې كښی بدل كړې دي
مضمون کا ماخذ : سکاراب ملکہ