کېنبرا 05 جنوري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر راجه پروېز اشرف وئيلي دي چې د فعاله پارلمانونو د لارې قامونه د پرمختګ په لاره روانيلې شي، د پاكستان پارلمان د جديد او موثره اقداماتو د لارې د اولس لارښونه كوي، ګرده نړۍ دا مهال بدلون څخه تېرېږي٬ كرونا وائرس او د موسمياتي بدلون له امله د نړۍ معيشتونو ته ډېر زيان رسېدلې دے او فشار سره مخ دي٬ د موسمياتي بدلون څخه راغلې تباهي نړۍ لپاره لوے چېلنج دے او د پاكستان اولس د موسمياتي بدلون له امله د تاريخ د لوي سېلاب تباهۍ سره مخ دے۔ دا خبرې ده د زيارت په ورځ د اسټراليا په كېنبرا ښار كښې د سپيكرز اېنډ د پريزائيډنګ آفيسرانو په كردار د دولت مشتركه 26مې غونډې ګډون كوونكو ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ سپيكر په اولسي نمائندګانو قامونو ته د رامخې ته چېلنجونو حل پاره په ګډه د مخ په وړاندې تګ په حاجت زور رواړولو سره ووئيل چې د اولسي نمائندګانو په حېث نوې سماجي، كلتوري،سياسي او د اقتصادي نظام جوړولو ذمه واري د پارلمان په غاړو ده۔ ده ووئيل جمهوري نظام د قامونو د پرمختګ او خوشحالۍ ضامن دے او په جمهوري نظام كښې ټولې پرېكړې د شريك مشاورت سره د اولس د هيلو له مخې كېږي۔ ده ووئيل په جمهوري نظام كښې حكومت عام وګړو ته ځواب وركوٶنكې وي۔ ده ووئيل شهيد بېنظير بھټو د اولس او د دوي د پارلمان ترمېنځه خلا جمهوريت لپاره زيان منه ګرځولے۔ ده ووئيل سپېځلې٬ منصفانه او د رسنې وړ پارلمان د اولس او د پارلمانونو ترمېنځه د فاصلو ختمولو يوازنۍ ذريعه ده۔
د فعال پارلمانونو د لارې قامونه د پرمختګ په لاره روانيدلې شي، د سپيکر راجه پروېز اشرف د دولتِ مشترکه 26م كنفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : لاٹری کا حساب