اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) پاکستان او ترکیه د دواړو هېوادونو ترمېنځه اوسنې ژورې او د خاص څانګو شريكه ګټوره مرسته لا قوي كولو ته سلا شوي دې او خپلې خاص اړيكې په قوي ستراتېژكي همكارۍ بدلولو لپاره ئې د شريك عزم پخلے كړے دے۔ وزیراعظم محمد نواز شریف د ترکيې اولس مشر رجب طیب اردوان سره يو په يو ملاقات او د پلاويو په كچ د خبرو نه پس د ګډې خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې ووئيل مونږ په پراخه چارو تفصيلي خبرې كړې دي ۔ وزيراعظم ووئيل د دواړه اړخه په دې سلا شوي چې سرمايه كاري او تجارتي مرسته زياتول د قوي اقتصادي اړيكو محور ګرځول پكار دي ۔ په دې لړ كښې مونږ د كال 2017 تر پائې د جامع دوه اړخيزه آزاد تجارتي تړون لپاره د خبرو اترو عمل تر سره كولو پرېكړې كړې ده ۔د پلاوي په كچ د خبرو په مهال وزیراعظم نواز شریف او د تركيې اولس مشر رجب طیب اردوان د خپلو خپلو پلاويو مشري كوله ۔
پاکستان او ترکیه شريكو روابطو او مرستې ته په لا وده وركولو سلا شول
مضمون کا ماخذ : جادوئی اسپن